ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چرم‌جوړولو صنعت پیکه کېدل؛ فاریاب کې د چرم جوړولو لسګونه کارخونو خپل فعالیتونو درولي

2 Aug 2023 - 17:33
2 Aug 2023 - 17:33

میمنه (پژواک،۱۱ زمری ۱۴۰۲): فاریاب کې یو شمېر چرم جوړوونکي د اندېښنې څرګندولو سره وايي، دغه ولایت کې د چرم جوړولو لسګونو کارخونو خپل فعالیتونه درولي، سلګونو کارګرو خپلې دندې پرېښې او دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د چرم جوړوونکو په وینا، هېواد ته د بې‌کیفیته او مفشن توکو واردېدل او د چرم ارزښت راټیټېدل د کارخونو د کار پېکه‌کېدو او سقوط لامل شوي دي.

بلخوا، د صنعت اوسوداګرۍ ریاست تاییدوي چې په وروستیو څو کلونو کې د تېرو حکومتونو نه پاملرنې او هېواد ته له بهره د توکو واردېدو له امله په فاریاب کې د چرم جوړولو له سلو کارخونو، دم‌ګړۍ پنځه کارخونې فعالیت کوي.

د میمنې ښار په سبز سیمه کې د یوې کارخونې مالک قلندر چې په چرم جوړولو کې ۴۵ کلنه تجربه لري وايي، مخکې په دې سیمه کې ۳۰ کارخونو فعالیت درلود چې هرې یوې یې له ۳۰ تر ۴۰ کارګران درلودل؛ خو اوسمهال درې کارخونې د ګوتو په شمېر کسانو سره فعالیت کوي.

هغه د کارخونو فعالیت درېدو او د چرم بازار سقوط کېدو لامل هېواد ته د بې‌کیفیته بهرنیو توکو واردېدل بولي او وایي: «څو کاله مخکې هېوادوالو د وطني صنعت‌ګرانو له بوټونو، څپلیو، دستکولونو، بکسونو او نورو شیانو استفاده کوله.»

خو قلندر وویل، تېر شل کاله یاد ټول توکي په ټيټ قېمت او کیفیت هېواد ته وارد شوي چې د تولیدي کارخونو او د چرم جوړولو صنعت د له منځته تلو لامل شوي او د دې برخې ډېری تجربه لروونکي کسان د خپلو کورنیو لګښتونو پوره کولو لپاره ایران یا ترکیې ته تللي او یا یې هم نورو کارونو ته مخه کړې ده.

هغه وویل: «اوس زما په کارخونه کې شاوخوا لس کسان کار کوي چې هر یو د میاشتې شپږ تر اووه زره افغانۍ ترلاسه کوي او ټول په سختۍ سره خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوو، دا یوه میاشت غوښه، وریجې او مېوه نشته. که مناسب کار پیدا شي همدا نن د چرم جوړولو دروند کار بس کوم.»

نوموړي د خپلې کارخونې ویجاړیو ته په اشارې زیاته کړه، د چرم بازار پیکه کېدو او عواید کمښت له امله کارخونې په کنډواله بدلې شوې او وسایل یې له کاره لوېدلي چې د بېرته رغولو توان یې نه لري.

دغه‌‌‌راز هغه زیاته کړه چې که حکومت او ملي سوداګر چرم جوړولو ته پاملرنه او له چرم جوړوونکو ملاتړ او کارخونې یې عصري جوړې کړي، کېدای شي د چرم جوړولو صنعت بېرته وده وکړي او لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د بلې کارخونې مالک اسدالله چې اوسمهال یوازې کار کوي وايي، د چرم جوړولو صنعت له پیکه کېدو او بازار د سقوط له امله یې کارکوونکو دندې پرېښې او ایران او ترکیې ته کډوال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «چرم جوړول مې د نیکونو کار دی، مجبور یم د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره کار وکړم، بهرنیو توکو د چرم داخلي بازار خراب کړی او په یوه میاشت کې څلویښت فوټه چرم جوړوم کلیو او بانډو ته یې وړم او په نغدو او پور یې پلورم.»

د عبدالبصير په نوم يو ٣٠ کلن ځوان چې له ١٣ کلونو راهيسې د چرم تولید برخه کې کار کوي وايي، مياشتنى عايد يې د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، که مناسب کار پيدا شي، چرم جوړونه پرېږدي.»

هغه له حکومته غواړي چې د بې‌کيفيته توکو د وارداتو مخنیوی وکړي او د کورنیو صنایعو او تولیداتو د ودې لپاره پانګونه وکړي.

د ميمنې ښار پر کوهی‌خانه سړک یو چرم پلورونکی شېرمحمد هم د چرم بازار له سقوطه شکایت کوي او وايي، څو کاله مخکې پر دغه سړک د چرم شاوخوا ٢٠ پلورنځې وو، خو اوس يواځې څلور دوکانونه پاتې دي.

هغه زياته کړه چې مخکې په فارياب، بلخ، کندوز او کابل ولايتونو کې هره ورځ سلګونه فوټه چرم پلورل کېده، خو اوس په اونۍ کې له ٣٠ تر ٤٠ فوټه ډېر نه پلورل کېږي.

هغه د چرم د خرڅلاو کمېدل د چرمي محصولاتو او توکو د بازار پیکه کېدل وبلل او زياته يې کړه: «ټول بازار بې‌کيفيته او ارزانه بهرنيو توکو نیولی او خلک هم د اقتصادي ستونزو له امله د کورنیو تولیداتو په پرتله ټيټ او ارزان بيه بهرنيو توکو ته لومړي‌توب ورکوي.»

شېرمحمد دغه راز زياته کړه چې تېرو حکومتونو او سوداګرو هېڅکله هم د کورنيو توليداتو د ملاتړ په اړه فکر نه دى کړی چې له امله يې د چرم کارخونې تړل شوي او د چرم صنعت د له منځه له ګواښ سره مخ دی.

د فارياب ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست د چرم جوړوونکو شکايتونه مني او وايي، مخکې په دغه ولايت کې د چرم جوړولو شاوخوا سل کارخونې وې، خو په تېرو څو کلونو کې ٩٥ فابريکې تړل شوي او له منځه تللې او دم‌ګړۍ پنځه کارخونې په سختۍ فعالیتونه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مالي او اداري رییس نوراحمد بابیلیم د چرم جوړولو کارخونو د فعالیت درېدو لامل د تېرو حکومتونو نه پاملرنه او هېواد ته د فشني، ارزانه او بې‌کیفیته توکو واردات بولي او وايي، د ۹۵ کارخونو د تړل کېدو او له منځه تللو سره نږدې ۱۰۰۰ تجربه لرونکي کارګران بېکاره شوي او یا یې نورو کارونو ته مخه کړې او یا هم نورو هېوادونو ته تللي دي.

هغه زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د معرفي کولو او د ملي او نړۍوالو سوداګرو د هڅونې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او د دغه راز د فاریاب د صنایعو او سوداګرۍ ریاست هم هڅه کوي څو د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې سوداګر او بنسټونه له صنعتګران په ځانګړې توګه له چرم جوړوونکو ملاتړ ته وهڅوي.

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version