کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د خبریالانو خوندیتوب کمېټه (CPJ) ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسنیو محدودیتونه ډېر کړي خو د ا.ا ویاند د دغو څرګندونو ردولو ترڅنګ له رسنیو د ملاتړ اعلان وکړ.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې (CPJ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اسلامي امارته غوښتي چې د رسنیو وېرولو کمپاین ودروي.
هغوی دغه راز ادعا کړې ده، د افغانستان سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته رسنیو ته د ازادي ورکولو له اجازې سره سره لسګونه سیمهییزې رسنۍ تعطیل کړې، په افغانستان کې يې د ځینو نړۍوالو رسنیو پر خپرونو بندیز لګوی او د بهرنیو خبریالانو لپاره یې د ویزې صادرول بند کړي او پر ښځینه خبریالانو محدودیتونو او پر خپل سر د خبریالانو نیولو ته دوام ورکوي.
سرچینې لیکلي چې په وروستیو دوو کلونو کې ډېر شمېر افغان خبریالانو خپل هېواد پرېیښی دی.
خو په دې اړه د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له رسنیو سره اساسي ستونزه شتون نه لري او ځیني کسان چې ولایتونو کې توقیف شوي، د هغوی توقیف د هغوی له رسنیزو فعالیتونو سره تړاو نه لري او مسایل به یې حل شي.
هغه زیاتوي: «زموږ له خوا هیڅ رسنۍ نه ده تړل شوې، پرته له یوې رسنۍ په ننګرهار کې چې پرلهپسې یې له رسنیزو اصولو سرغړونه کوله او د اصلاح وړ نه وه او هغه ښځې خبریالانې چې په رسنیو کې یې کار کاوه، کار کوي او ځینې رسنۍ چې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې، خپله هغوی پورې اړه لري.»
مجاهد له ټولو رسنیو وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې اسلامي اصول، ملي ګټې او توازن مراعات کړي او حقیقتونه نشر کړي.
د هغه په وینا، ځیني وخت چې په دې اړه ستونزې رامنځته کېږي، له دغو څلورو اصلونو د تخطۍ له امله وي.
نوموړي وویل: «د خبریالانو د ملاتړ لپاره هڅه کوو او په دې اړه چې کومې ستونزې رامنځته کېږي، هم هڅه کوو ژر تر ژره هوارې شي.»
Views: 31