Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې چارې په دغه هېواد کې وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې د یوناما له مرستیال سره یې د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.
قطر کې د سرپرست حکومت سیاسي دفتر رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د هېواد روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي، د افغانستان اقتصاد د خرابوالي پر لور روان دی خو د دغه هېواد اقتصاد وزارت دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند غړو سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي، ډېر ښه دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه (CPJ) ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسنیو محدودیتونه ډېر کړي خو د ا.ا ویاند د دغو څرګندونو ردولو ترڅنګ له رسنیو د ملاتړ اعلان وکړ.
د بښنې نړۍوال سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمن کړی، له دغه هېواده غواړي چې افغان کډوالو ته د ویزې مقررات چمتو کړي تر څو زدهکړو، کار او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی ولري.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، د افغانستان په ماشومانو کې د سینه بغل او خوارځواکۍ پېښې پر ډېرېدو دي او د دوی کورنۍ له سخت او دردونکي حالت سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت یوه پخواني استازي د اسلامي امارت له ویاند سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د افغانستان په اړه بروکسل کې غونډه کړې او د افغانستان پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د افغانستان پر روان وضعیت او پر سیمه د اوکراین د جګړې اغېزې په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد نه شي کولای ښځې او نجونې له پامه وغورځوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن