ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: افغانستان کې امنیت ټینګ شوی خو ا.ا یې باید د پایښت لپاره ځیني ګامونه پورته کړي

15 Aug 2023 - 09:23
ارشیف
15 Aug 2023 - 09:23

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): ځينې شنونکي وایي، افغانستان کې له تحول وروسته امنیت ټينګ شوی خو ا.ا باید د امنیت د پایښت لپاره په خپلو ځینو سیاستونو کې بدلون راولي، نرم دریځ غوره کړي، له ملت سره تعامل وکړي او تخصصي حکومت رامنځته کړي.

د وړم کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان پخوانی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

نن د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ۲۴ میاشتې پوره شوې.

شنونکو په دې موده کې د افغانستان امنیتي وضعیت ارزولی دی.

پوځي شنونکی اسدالله ندیم وايي: «افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته امنیت فوق‌العاده ښه شوی او کولای شو ووايو چې د سردار محمدداوود خان له حکومت راوروسته د طالبانو په دې دوره کې امنيت تر ټولو پخوانيو نظامونو ښه دی.»

هغه د امنیت ښه‌والي لاملونو په اړه وایي: «لومړۍ مسئله دا ده چې طالبان يو هېوادشموله، مضبوطه او ځواکمنه ډله ده، د خپلو حريفانو پر وړاندې تر یوه بریده بې‌‎رحمه عمل کوي، دويمه مسئله دا ده چې د افغانستان امنیت تل د پاکستان له خاورې او د پاکستان د استخباراتو له لاسه مختل و خو اوس پاکستان د طالبانو دوست هېواد دی؛ درېيمه مسئله دا ده چې نور له جګړو ستړیا ده، ډېرې ډلې له جګړو خسته شوې او جګړې ته تیارې نه دي او بله مهمه مسئله دا ده چې د اوسني حکومت پر ضد له شورشګرۍ او قیامونو بهرنی ملاتړ نشته.»

دی د کابل او اسلام‌اباد د دوستۍ خبره په داسې حال کې کوي چې دا مهال د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې ښکاري؛ پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې افغانان د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري، خو د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو دغه ادعا بې‌بنسټه بللې، ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ناامنيو پړه پر افغانستان نه اچوي؛ افغان چارواکو ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.

اسدالله ندیم دا مهمه او اړینه بولي چې د افغانستان سرپرست حکومت د پایداره امنیت لپاره هڅې وکړي.

د هغه په وینا، د دې احتمال شته چې اوسنی امنیت پایداره ونه اوسي؛ ځکه د سرپرست حکومت ځیني سیاستونه د دې لامل کېدای شي چې مخالفين يې له لارې بهرنی ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي: «که طالبان غواړي چې سراسري او دوامداره امنيت تامين شي – ځکه ثبات ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول د اقتصادي پياوړتيا او بهرني پانګوالو د جلب لپاره ـ نو دوی دې په خپل سياست کې بدلون راولي او نرم دريځ دې غوره کړي، کورنی او بهرنی مشروعیت دې ترلاسه کړي، د حکومت په ترکيب کې دې بدلون راولي، دغه بدلون بايد فني وي نه يو سهامي حکومت او يا سهامي شرکت چې د فلان قوم او يا فلانی لوی کس دې په حکومت کې وي.»

هغه وايي: «طالبان دې تخصصي حکومت رامنځته کړي، متخصص کسان دې د کار په راس کې وټاکي، څو له مخې يې نړۍواله ټولنه دوی پر رسميت وپېژني، نړۍوال پانګه‌وال راجلب شي نو امنیت پایدار کېدای شي او در غیر صورت کوم امنیت چې نن شته په راتلونکي کې به متزلزل وي.»

د سياسي چارو شنونکی توریالی همت وايي، امنیت د اسلامي امارت ستره لاسته راوړنه ده.

هغه وایي: «یوازې د امنیت خبره نه ده، د مخدره توکو په برخه کې افغانستان اول نمبر و، اوس الحمدالله اخر نمبر شوی، د وژنو په برخه کې، د ورځې به ۵۰۰، ۶۰۰ افغانان وژل کېدل، اوس يو او دوو ته راغلي چې دا هم بايد صفر شي.»

دی زیاتوي چې اسلامي امارت د امنیت ترڅنګ په اقتصادي برخه کې، د کانونو اړوند مسایلو کې، استخباراتي چارو او ځینو نورو برخو کې ښې لاسته‌راوړنې لري.

خو هغه وایي: «دغه یو څو کارونه دي چې په ځينو ځايونو کې يې کار اهل ته نه دی سپارلی، دا به هم کوي ان‌شاءالله او دغه اساسي قانون دی، دا هم جوړوي ان‌شاءالله او دا د نجونو مکتبونه چې تر امر ثاني پورې يې ویلي وو، ډېر وځنډېدل، دا به هم کوي ان‌شاءالله؛ له اميرالمومنين څخه بیا تر ما پورې چې زه یو وړوکی طالب یم، څوک يې مخالف نه دي او د اسلامي قوانينو او افغاني کلتور تر چتر لاندې به مکتبونه هم ډېر ژر خلاص شي ان‌شاءالله»

همت وایي، تمه ده چې په جشن (د زمري ۲۴مه، د ا.ا د بیا واکمنېدو ورځ) کې د بیرغ په اړه او دغه راز د نجونو ښوونځیو د پرانیستې اعلان وشي او په دې سره به د دغه جشن خوښۍ نورې هم زیاتې شي.

همت په افغانستان کې د امنیت پایښت په اړه وایي: «په افغانستان کې د امنيت پر وړاندې کوم بالقوه احتمالي ګواښ نشته، زه يې نه ګورم؛ ځکه چې هر جنګ يوه انګېزه غواړي او الحمدالله چې اوس په افغانستان کې د جنګ د انګېزې اسباب او عوامل له منځه تللي؛ که له روسانو سره موږ ۱۴ کاله جهاد وکاوه نو هلته انګېزه موجوده وه او ټول ملت جهاد وکړ؛ ځکه چې ملک مو اشغال شوی و، دوه ميليونه يې راته شهيدان کړل، وطن يې راته وران کړ، بيا شل کاله چې له امریکايانو سره مقدس جهاد و، دې کې هم يوه انګېزه وه چې ټول ملت جهاد وکړ، هغه انګېزه دا وه چې ملک اشغال و، د ۵۲ ملکونو مسلح قوتونه دلته پراته ول.»

هغه زياته کړه، افغانستان هر څه زغمي خو د اسلام او افغانيت پر وړاندې هیڅ ګواښ نه زغمي او که بيا هم کوم څوک داسې اقدام کوي «نو هغه متل دی چې وايي، کم‌بخت يې پر ځان ګوري او بختور يې پر بل؛ نو که هر څوک جنګ ته زړه ښه کوي، سرنوشت به یې د روسانو او امريکايانو په څېر وي.»

همت وايي: «خو لږ امارت ته په کار ده، کومې معقولې غوښتنې چې د ولس دي، هغه بايد ومنل شي، لکه د مکتبونو خلاصېدل؛ د اسلام او افغاني کلتور تر چتر لاندې یې بايد خلاص کړي، دغه راز د محاکمو په برخه کې سست‌کاري لږه تېزه کړي، بل کارونه دې اهل کار ته وسپاري؛ د اقرباپرستۍ او انډيوال‌بازۍ لږه مخه دې ونيسي، نو افغانانو د جګړې ترخې تجربې لېدلې دي، افغانان هم جنګ نه غواړي، اسلامي امارت جنګ نه غواړي او د جنګ انګېزه هم نشته.»

د هغه په وينا، اسلامي امارت دې د امنيت او ثبات ساتلو لپاره اقتصادي پروژې پیل کړي، له دنياوالو سره دې لکه څنګه چې تعامل کوي، دغسې دې له خپل ملت سره هم تعامل وکړي، ځینو ځايونو کې دې له تقابله لاس واخلي او له ملت سره دې تعامل وکړي، څو ملت لکه څنګه چې دا شل کاله له امارت سره ولاړ و، ورسره ودريږي او بیا کله هم امنیتي ګواښ رامنځته نه شي.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version