ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت کوي

20 Aug 2023 - 15:48
20 Aug 2023 - 15:48

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د اروزګان مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي او هټۍوال وايي، ښار کې د څښاک پاکې اوبه کمې شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکو دغه شکایت نن د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان په شمول له یو شمېر مسوولینو سره په لیدنه کې مطرح کړ.

د هټۍوالو په استازولۍ موسی کلیم وویل، د ترینکوټ ښار اوسېدونکي او هټۍوال له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له کمښت او سړکونو له خرابوالي سره مخ دي.

د هغه په وینا، په ټول ترینکوټ ښار کې خلکو په خپل شخصي لګښت د څښاک اوبو یوازې دوې برمې وهلې چې دا د ټول ښار لپاره بسنه نه کوي.

نوموړی وايي، ښار کې هره ورځ عام خلک او هټۍوال د اړتیا وړ څښاک پاکو اوبو لپاره څو ساعته په نوبت کې درېږي او په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه د ښاروالۍ له مسوولینو وغوښتل چې خلکو ته د څښاک اوبو ته د لاسرسۍ زمینه برابره کړي.

د محب‌الله په نوم یو بل هټۍوال هم وايي، د ښار ټول اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې ښار کې د اوبو رسولو لپاره یو منظم سیستم فعال کړي.

بلخوا د دغه ولایت والي مولوي محمدعلي جان پر ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو غږ وکړ چې خلکو ته دې د لومړنیو خدماتو رسولو کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د هغه په وینا، ترینکوټ ښار اوویا سلنه په غیرپلاني ډول جوړ شوی او د اوبو رسولو په شمول ټولې ستونزې له همدې امله دي.

نوموړي له هټۍوالو او ښاریانو وغوښتل چې د ښار پرمختګ لپاره دې خپل مالیات پر وخت اړوندو ادارو ته وسپاري.

یاده غونډه کې د ترینکوټ ښاروالۍ اداري مدیرعبدالجلیل صمیم وویل، ښاروالۍ تر خپل توانه هڅه کړې چې د ښاریانو لپاره خدمات وړاندې کړي.

هغه وایي، یاده اداره د ښاري پراختیا او خدماتو رسولو برخه کې بودجې ته اړتیا لري او په وینا يې باید هټۍوال خپل مالیات پر وخت ورکړي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version