ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاریان د نلونو اوبو وېش کې له بې‌نظمۍ شکایت کوي

11 Aug 2023 - 15:29
آرشیف
11 Aug 2023 - 15:29

هرات (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې د اوبو کمښت اوس په هېواد کې یوه لویه ستونزه ده، د هرات اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.

د هرات ښار اوومې ناحيې اوسېدونکي عتيق‌الله له پژواک خبري سره په خبرو کې وويل، دا مهال په یوه شپه او ورځ کې يوازې له دوه تر درې ساعتونو د نل اوبو ته لاسرسى لري، دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو او کلونو کې به یې په یوه شپه او ورځ کې تر پنځلس ساعتونو د نل اوبه درلودې.

نوموړی شکایت کوي چې د اوبو رسونې ریاست د اوبو د لکښت پیسې له وخت مخکې ټولوي، خو خدمات یې ‎ډېر کم دي او دا مهال د څښاک پاکې اوبه نه ورته رسېږي.

عتیق‌الله وویل: «په دې ورځو کې د نل اوبه له دوه یا درې ساعتونو زیاتې نه وي، هغه هم د شپې له دوولس تر یوې بجې پورې راځي، خو د اوبو لپاره به ټوله شپه ویښ پاتې کېږې، ‎ځیني وختونه د څښاک او اودس لپاره اوبه په بوشکو کې له جومات او یا بل ځایه راوړو.»

د دغه ولايت د درېيمې ناحيې بل اوسېدونکى محمديونس هم ادعا کوي او وايي، د ګرمۍ په دې ورځو کې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او په یوه شپه او ورځ کې له دوو یا درې ساعته ډېر د نل اوبو ته لاسرسى نه لري.

هغه زياته کړه، د ده په ګډون د سيمې ټول خلک د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

هغه  د هرات د اوبو رسونې له رياسته غواړي چې د دوى دغه ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي.

پورته مهال، د هرات ښار يو شمېر نور اوسېدونکي هم د ځينو کسانو له لوري د اوبو په مصرف کې د نه سپما په اړه اندېښنه څرګندوي.

د هرات ښار د مرکز يوه اوسېدونکي عبدالرزاق پژواک ته وويل، خلک بايد د ښار اوبو له بې‌درېغه کارونې ډډه وکړي او د څښاک اوبه باید د ونو په اوبولو، د کورونو مينځلو او نورو شيانو ضايع نه شي.

په همدې حال کې، د هرات ولايت د اوبو رسونې رياست چارواکي د اوبو د کمښت په ‌تړاو د خلکو د شته ستونزو د تاييد ترڅنګ وايي، د وروستيو وچکاليو له امله په دغه ولايت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې چې د اندېښنې وړ ده.

د هرات ښاري اوبو رسونې رياست د اوبو د وېش عمومي مدير غريب‌شاه حيدري وايي، د دوی د څاګانو اوبو زېرمې د تېر کال په پرتله په هر ساعت کې ۴۰ سلنه کمې شوې دي.

هغه زیاته کړه، پر دې سربېره هم دوی هڅه کوي چې د ښار په ټولو برخو کې په منظم ډول د څښاک اوبه په منظم ډول وویشي.

حيدري زياته کړه: «زموږ د اوبو زېرمې د تېر کال په نسبت له ۷۰ نه ۱۲۰ مترو ته کښته شوې دي، د ځمکې لاندې اوبو زېرمو کچه شاوخوا ٤٠ سلنه ټیټه شوې ده.»

د ګرمۍ په دغه موسم کې اوبه‎ د هرات د اوسېدونکو تر ټولو مهمه اړتیا ده او د نل له اوبو استفادې هرات ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

په ورته مهال، په دغه  ولایت کې د اوبو چارو کاروپوهان په دې باور دي چې د ځمکې لاندې اوبه خوږې دي او یوازې د څښاک لپاره باید وکارول شي.

د هرات پوهنتون یو استاد، احمدوحید صالح وايي: «د ځمکې لاندې اوبه هغه امانت دی چې بشریت ته ورکړل شوی او موږ باید هڅه وکړو چې خوږې اوبه بې‌درېغه ضایع نه کړو.»

هغه زیاتوي چې ‎د خوږو اوبو ناسمه کارونې هرات ښار کې ټول خلک اندېښمن کړي او د دغه کار مخنیوی باید خپله ښاریان وکړي.‎

هرات کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د اوبو چارو کارپوهانو په وینا، که د ځمکې لاندې اوبو د بې‌درېغه استفادې او خپل‌سرو ژورو څاګانو مخنیوی ونه شي، نو به په دغه ولایت کې څه باندې دوه میلیون کسان د اوبو د کمښت له ناوری سره مخ شي.‎

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version