ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري

13 Jan 2024 - 16:00
13 Jan 2024 - 16:00

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل ښار ځیني اوسېدونکي وايي، له دوو کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ دي او خپلې د اړتیا وړ څښاک اوبه له لرو ځایونو راوړي چې مسوولین باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل ښار د کارته سخي سیمې اوسېدونکي امرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې سیمې خلک د اوبو له اړخه ستونزه لري او ځیني بیا له ټانکرونو د اوبو په پېرلو خپلې ستونزې هواروي او ډېرې کورنۍ چې اقتصادي ستونزې لري، ماشومان یې د ډېر مزل په کولو اوبه د غره سر ته خېژوي.

د هغه په وینا، د اوبو کمښت یادو خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي.

نوموړی وايي، خصوصي شرکتونو چې یاده سیمه کې یې قرارداد کړی و او د خلکو لپاره یې د نل سیسټم فعال کړی و، دوه کاله کېږي چې د اوبو څاګانو وچېدو له امله نه شي کولای د سیمې ټولو برخو ته اوبه ورسوي.

هغه چې هره ورځ د اوبو ترلاسه کولو لپاره یو کیلومتر مزل کوي وویل: «پخوا خصوصي شرکت له یو متر مکعب اوبو ۵۰ افغانۍ اخیستې او په اونۍ کې یې یو ځل خلکو ته اوبه ورکولې، خو اوس حالت لا خراب شوی، د یو متر مکعب اوبو بیه ۹۰ افغانیو ته لوړه شوې، خو د اوبو رسولو په سیسټم کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، بلکه د اوبو ورکړه لا کمه شوې او د میاشتې یو ځل په نل کې اوبه راځي چې خلکو ته بسنه نه کوي.»

هغه له مسوولینو غواړي چې ډېر ژر دې د دوی ستونزې ته رسېدنه وکړي او له یادو خصوصي شرکتونو کره څارنه وکړي څو خلکو ته لا ښه خدمتونو وړاندې کړي.

د کابل ښار د کارته سخي بل اوسېدونکی راشد هم د اوبو کمښت له ستونزې شکایت لري وايي چې پخوا په اونۍ کې یو ځل په نلونو کې اوبه راتلې، خو اوس له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې اوبه نه لري او په لوړه بیه له ټانکرونو اوبه پېري.

نوموړی وايي چې له دوو کلونو راهیسې د اوبو کمښت ستونزې ډېرې شوې، میاشت کې یو ځل اوبه ترلاسه کوي او کله چې یې نلونو کې اوبه راځي، خپلې ستونزې نه شي پرې حل کولای؛ ځکه ډېرې کمې وي.

راشد وايي، اړ دي چې اوبه وپېري او یا له یوه کیلومتر مزل وروسته وړیا اوبه ترلاسه کړي.

هغه هم له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د یادې سیمې بل اوسېدونکي فرید احمد چې اوبو وړلو لپاره سخي زیات ته راغلی و، وویل: «اوس‌مهال د اوبو کمښت ستونزې ډېرې دي، خلک په ډېرو ستونزو له دغه ځایه د غر سر ته خپلو کورونو ته اوبه وړي، دوه کاله کېږي چې یاده سیمه کې نل نشته او میاشت کې یو ځل اوبه راځي چې موږ ته بسنه نه کوي.»

نوموړی وايي، د یادې سیمې خلک اقتصادي ستونزو له امله له ټانکرونو څخه اوبه نشي پېرلی، له همدې امله ښځې او ماشومان ډېر مزل کوي څو له جومات څخه وړیا اوبه ترلاسه کړي.

هغه وویل: «له شلو تر دېرش دقیقو مزل کوم څو له کارته سخي جومات څخه اوبه واخلم او کله چې دلته راځم، د ګڼې‌ګوڼې له امله نوبت رارسېدو ته ساعتونه په تمه پاتې کېږم.»

نوموړی چې هره ورځ شل بوشکې اوبه د غره سر ته خېژوي، له اسلامي امارته غواړي چې د اوبو کمښت ستونزه یې حل کړي.

دغه راز، لس کلن نبی‌الله چې هره ورځ لس بوشکې اوبه د غره سر ته خېژوي وايي، له نل څخه میاشت کې یو ځل اوبه راځي، نو ځکه اړ دی چې ډېر مزل وکړي څو ځانته د څښلو اوبه برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د ابو رسولو او فاضله اوبو شرکت رییس مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، وروستۍ وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدلو له امله  د کابل ټولو اوسېدونکو ته د اوبو د کمښت ستونزه رامنځته شوې ده.

هغه ویلي، یاد ریاست د اوبو کمښت ستونزې حل کولو په موخه درې لنډمهاله، منځنی او اوږدمهاله پلانونه لري چې د اوږدمهاله پلان په پلي کېدو سره به د اوبو کمښت په برخه کې د کابل ښار د خلکو ټولې ستونزې حل شي.

Views: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version