ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د سرکاڼو ځینو سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

30 Jul 2023 - 14:54
30 Jul 2023 - 14:54

اسعداباد (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.

هغوی زیاتوي، له یو کال راهیسې يې په سیمه کې ډېری چینې وچې شوې او خلک د اړتیا وړ څښاک پاکې اوبه له لرې سیمو راوړي.

د شونکړۍ سیمې اوسېدونکي قومي مشر ملک جنت پژواک خبري اژانس ته وویل، له یو کال راهیسې یې په سیمه کې ډېری چینې وچې شوې او خلک د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په سیمه کې د اوبو ژورې څاګانې نه لرو، سلګونه کورنۍ ټولې په ډېر کړاو له اوږده پلي مزل وروسته د غرونو له چینو د څښاک اوبه راوړو، موږ ډېر بې‌وسه یو، ځان ته په خپل شخصي مصرف ژورې څاګانې نه شو کیندلی؛ ځکه دا غرنیزه سیمه ده، دلته د څاه ایستل اسانه نه دي.»

نوموړي دغه راز وویل، د سیمې خلک په غرونو کې له محدودو پاتې چينو چې له کلي ډېرې لرې دي، د اړتیا وړ اوبه راوړي.

هغه وايي: «غرونو کې ډېری چینې وچې شوې او د یو شمېر چینو اوبه دومره کمې شوې چې ډنډې ولاړې وي او خلک د مجوریت له مخې له همدې اوبو کار اخلي چې ډېر وخت ماشومان ناروغېږي.»

ده له حکومته وغوښتل چې د دوی د سیمې خلکو ته دې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

د یاې سیمې یو بل سپین‌ږیری حاجي خیالي ګل وایي، د وچکالۍ له امله یې د غرونو په چینو کې اوبه هم کمې شوې چې په خبره یې د زرګونو کلیوالو ستونزه نه شي حل کولای .

هغه وویل: «له یو کال راهیسې زموږ په غرونو کې هم ډېری چینې وچې شوې او د ځينو اوبه کمې شوې، موږ یو یا دوه ساعته پلی مزل کوو، د اړتیا وړ څښاک اوبه راوړو.»

هغوی هم له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د دوی سیمې خلکو ته دې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

د سرکاڼو د بحراباد اوسېدونکی حبیب‌الله وايي: «موږ د اوبو څو څاګان درلودل، اوس ځیني وچ شوي او اوبه ښکته تللې، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، د څاګانو کیندلو وس نه لري، نو د سیند او ویالو له اوبو د څښاک لپاره استفاده کوي.»

د سرکاڼو ولسوالۍ مسوولین هم د خلکو ستونزې مني خو وايي، دا ستونزه يې له مسوولینو سره شریکه کړې او د مرستې ژمنه يې ترلاسه کړې ده.

د سرکاڼو ولسوال مولوي امین‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «په بحراباد او شونکړۍ سیمو کې له ۱۸۰۰ پورته کورنۍ ژوند کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته پوره لاسرسی نه لري او خلک یې په ډېر کړاو له اوږده پلې مزل وروسته د غرونو له چینو اوبه راوړي.»

هغه زیاته کړه چې د خلکو دا ستونزه يې د ولایت له مسوولینو سره شریکه کړې او د دې ستونزې د حل لپاره يې د هغوی ژمنه هم ترلاسه کړې ده.

دی وايي، هیله ده چې د سرکاڼو ولسوالۍ ټولو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شي.

د یادونې ده، له کابو دوو لسیزو راهیسې د هېواد په ډېری سیمو کې د اوبو کچه ټیټه شوې او د یو شمېر سیمو خلک وايي، د څښاک پاکو اوبو ته پوره لاسرسی نه لري.

Views: 148

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version