اسعداباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د ټانګو سیمې اوسېدونکي وايي، ډېرې څاګانې وچې شوې او اوس د څښاک لپاره اوبه په ډېره ستونزه له یوې لرې سیمې راوړي.
دوی له حکومته غواړي چې د څښاک اوبو ته په لاسرسي کې دې ورسره مرسته وکړي.
د سرګاڼو ولسوال هم د خلکو شکایت پر ځای بولي او وايي، په ټانګو سیمه کې له ۷۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي او حکومت هڅه کوي چې د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه يې هواره کړي.
د ټانګو سیمې یوه قومي مشر حبیبالله پژواک ته وویل: «زموږ په سیمه کې تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي چې اکثره یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.»
ده زیاته کړه، په دې وروستیو کې زموږ سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې، کارېزونه او څاګانې وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي وویل، د دوی خلک اوس د اړتیا وړ څښاک اوبه د کونړ له سینده راوړي چې په وینا يې ډېری وخت د ناروغیو لامل کېږي.
ده له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې دې د یوې دقیقې سروې له مخې ژورې څاګانې وکيندي او خلکو ته دې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي محمداسماعيل هم وویل، په سیمه کې یې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او حکومت دې دا ستونزه ور هواره کړي.
ده وویل: «زموږ په سیمه کې پخوا د ځينو موسسو له خوا د څښاک پاکو اوبو په موخه لاسي بمبو لپاره څاګانې جوړې شوې وې خو اوس يې اوبه وچې شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.»
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي او د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره دې اقدام وکړي.
بلخوا د سرکاڼو ولسوال امینالله په دې برخه کې د ټانګو سیمې د خلکو ستونزه مني او وايي حکومت به د دې ستونزې لرې کولو لپاره په نږدې راتلونکي کې اقدام وکړي.
ده وویل: «پر ټانګو سربېره د سرکاڼو په ځينو نورو سیمو کې هم خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي چې حکومت به یې د هوارولو لپاره اقدام وکړي.»
امین الله وویل، په ټانګو سیمه کې له ۷۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي او د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: «موږ د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست ترڅنګ له یو شمېر نړۍوالو موسسو سره د ټانګو سیمې لپاره د څښاک اوبو برابرولو په اړه خبرې کړې او هیله ده چې په نږدې راتلونکي کې دا ستونزه حل شي.»
د یادونې ده، په دې وروستیو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو سیمو خلک تر ځمکې لاندې اوبو سطحې له ټيټېدو شکایت کوي.
حکومت او یو شمېر نړۍوالو خیریه موسسو هم خلکو ته په ډېرو سیمو کې ژورې څاګانې کيندلي او د څښاک اوبو شبکې يې جوړې کړې، خو لا هم د ډېرو سیمو خلک د ورته شبکو جوړېدو غوښتنه کوي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن