ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو اووه شبکې جوړېږي

23 Jul 2023 - 17:45
23 Jul 2023 - 17:45

ښرنه (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه، ۱۴۰۲): د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ګیان او زېړوک ولسوالیو کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو اوو شبکو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د عامه اړیکو مسوول شفیع‌الله همت پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شبکې د امریکا بشري مرستو موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د یادو پروژو د جوړېدو چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي او ۱۵۰۰ کورنۍ به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

بلخوا د سیمې خلک وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او هیله څرګندوي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د دوی ستونزې حل شي.

د زېړوک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدخالص پژواک ته وویل، دوی د څښاک پاکې اوبه له ډېرې لرې سیمې راوړي او په وینا يې د ژمي په موسم کې چې لارې هم خټې وي نو هره ورځ تګ راتګ ډېر سخت وي.

هغه وايي، هیله ده چې په سیمه کې د پاکو اوبو د یادو شبکو کارونه ژر بشپړ شي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.

د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی صدرخان وايي، تېر کال له زلزلزې سره د دوی په سیمه کې ډېری پخواني کارېزونه او چینې وچې شوې خو په ځينو نورو سیمو کې بیا نوې چینې را پيدا شوې چې د اوبو خوند يې خراب دی.

هغه هیله څرګندوي چې د نوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ټول خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د یادونې ده، تېره اونۍ هم د پکتیکا په اومنه، سرروضه او اورګون ولسوالیو کې د څښاک اوبو پنځو شبکو د جوړولو چارې پيل شوې وې.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version