ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په مرکز تالقان کې د روږدو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

26 Aug 2023 - 16:04
26 Aug 2023 - 16:04

تالقان (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.

په تخار کې ځينو روږدو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د بې‌کارۍ او د بوختیا نشتوالي له امله یې نشو ته مخه کړې او باید درملنه یې وشي.

د دغو روږدو له جملې یو چې ځان سید معراج او د چاه‎اب ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کوي پژواک ته وايي، له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې نشه‌یي توکي کاروي.

هغه زیاته کړه: «۲۰ کاله مخکې دبۍ ته تللی وم، هلته له یوې روږدې کورنۍ سره اشنا شوم او په نشه‌یي توکو اخته شوم، بیا بېرته هېواد ته راستون شوم، چې نه مې کورنې، نه حکومت او نه دوستانو را سره همکاري وکړه څو له نشو لاس واخلم، په داسې حال کې چې هره لحظه هیله لرم له دغه حالته وژغورل شم.»

هغه وویل چې روږدي یوه معیاري روغتون او مسلکي ډاکترانو ته اړتیا لري څو له دغه بد عمله وژغورل شي او حکومت دې د روږدو د درملنې لپاره زمینه برابره کړي.

یو بل روږدی اسماعیل وایي: «۱۵ کاله مخکې چې د بې‌کارۍ له امله ایران ته لاړم، بیا پر نشه‌یي توکو اخته شوم، اوس په بدمرغۍ کې ژوند کوم.»

هغه د دغه وضعیت دوام بدمرغي بولي او له سرپرست حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي.

له دغو روږدو کسانو څخه یو بل، سیف‌الدین چې ایران ته د کډوالۍ په نتیجه کې پر نشه‌یي توکو اخته شوی وایی: «څو کاله مخکې په هېواد کې د بې‌کارۍ له امله، ایران ته لاړم، هلته لومړی پر تریاکو اخته شوم، بیا افغانستان ته راغلم پر ښیښې اخته شوم، اوس د ژوند راته سخت شوی، د درملنې لپاره مې څو ځلې روغتونونو ته مراجعه وکړه، ښه شوم خو د بې‌کارۍ له امله بیرته پر نشه‌یي توکو اخته شوم.»

رحیم‌الله یو بل هغه ځوان دی چې د ده په خبره ۱۲ کاله کېږي پر نشه‌یي توکو اخته شوی دی.

هغه وایي چې د ځينو کسانو له خوا پر نشه‌یي توکو اخته شوی او هیله لري چې حکومت د ټولو روږدو د درملنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د تالقان ښار ځيني اوسېدونکي د روږدو ډېرېدو اندېښمن کړي.

د تالقان ښار یو دوکاندار روزمحمد وایي: «له روږدو ډېر په عذاب یو، زموږ د دوکان مالونه غلا کېږي، حکومت توجه نه کوي، د هغوی د موادو بد بویي ټول ښار نیولی دی.»

د تالقان ښار یوه بل دوکاندار عبدالحمید وویل، د دغه ښار په هر قدم کې سلګونه روږدي ځوانان په داسې حال کې لیدل کېږي چې په نشو کې غرق وي.

د هغه په خبره، کله چې خلک د لمانځه لپاره جومات ته ځي، ځيني روږدي پر غلا لاس پورې کوي او یا د دوکانونو په شاوخوا کې د نشه‌‌یي توګو پر څکولو بوخت وي چې دا چاره د خلکو لپاره ځوروونکې ده.

په ورته وخت کې، د تخار د امنیې قوماندانۍ د نشه‌‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا عبدالبصیر وویل، له سیاسي بدلون وروسته د ۲۵۰۰ روږدو درملنه شوې او د دغه ولایت په کچه شاوخوا ۱۶۰۰ روږدي شته چې د هغو د درملنې هڅې هم روانې دي.

د هغه په خبره، په دغه ولایت کې پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو د درملنې یو کمپ د حکومت له خوا تمویلیږي چې په میاشت کې له ۴۰ تر ۴۵ کسانو درملنه په کې کېږي او له ښه کېدو وروسته خپلو کورنیو ته تسلیمیږي.

هغه زیاتوي چې د بودجې نشتوالي او د بهرنیو بنسټونو د نه ملاتړ له امله، د دغو کسانو یو ځلې راټول سخت دي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د روږدو د راټولولو او د هغو د درملنې په برخه کې به هيڅ ډول کوښښ او هڅه ونه سپموي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version