ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر سوداګر او خلک: پکتیکا ته دې د وارداتي برېښنا غځولو پروژه بشپړه شي

27 Aug 2023 - 15:00
27 Aug 2023 - 15:00

ښرنه (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د پکتیکا یو شمېر خلک او سوداګر وايي، د برېښنا نشتوالي په کارونو او نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا غځولو پروژې پاتې چارې دې بشپړې کړي.

د پکتیکا د سوداګرۍ خونې مسوول سېلاب ساحل پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا نشتوالي له امله خلک او سوداګر نه شي کولی کار او پانګونه وکړي.

هغه زیاتوي، د خصوصي شرکتونو د برېښنا بیه لوړه ده او په وینا يې چې دغې ستونزې په دغه ولایت کې د سوداګرو له خوا د پانګونې مخه نیولې ده.

ساحل وویل: «دلته څو کاله وړاندې شپږ فابریکې وې چې اوس درې پاتې دي، دا د برېښنا له وجې بندې شوې چې خصوصي برېښنا ډېره ګرانه ده او دولتي نشته.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې پکتیکا ته د وارداتي غځولو پاتې کارونه دې بشپړ کړي.

د دغه ولایت د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي نصیب‌الله وویل، برېښنا نن سبا د ژوند مهمه اړتیا ده او دوی له دغه نعمته بې‌برخې دي.

دی وايي، څو کاله مخکې پکتیکا ته د وارداتي برېښنا غځولو کارونه پیل شول خو په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته بېرته ودرېدل.

هغه زیاتوي، د برېښنا شرکت دې د دغه ولایت د خلکو او سوداګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي او برېښنا ستونزه دې ژر هواره کړي.

د ښرنې ښار یوه هټۍوال متین هم له دې ستونزې سر ټکوي او وايي چې په پکتیکا کې دولتي برېښنا نشته خو زیاتوي چې خصوصي شرکت ښار ته په لوړه بیه سولري او ډېزلي برېښنا ورکړې ده.

هغه زیاتوي: «په دغه ولایت کې دولتي برق نشته، د یو کیلوواټ خصوصي برق بیه ۶۰ افغانۍ ده.»

د متین په خبره، د دوکان یخچال ته هم منظمه برېښنا نه لري چې له امله یې ډېر شیان خرابېږي او زیان کوي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا غځولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

بلخوا پکتیکا د برېښنا مسوولین د خلکو شکایتونه مني خو وايي، د وارداتي برېښنا غځولو پروژې بشپړولو لپاره کافي بودجه نه لري.

د یاد ولایت د برېښنا امر عبدالرحمن هاشمي وویل، د وارداتي برېښنا غځولو پروژې ۲۲ سلنه چارې ترسره شوې خو اوس یې کارونه د بودجې د کمښت له امله ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: «پکتیکا ته د وارداتي برېښنا وصل پروژې مالي ملاتړ د اسیا پرمختیایې بانک له لوري کېده خو په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته یې یاده پروژه درولې ده.»

نوموړی وايي، دوی هڅه کوي تر هغه چې دغه ولایت ته وارداتي برېښنا وصلېږي، ښرنې ښار ته ډېزلي برېښنا فعاله کړي چې اوس يې ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

هغه وویل چې دا پروژه د کورنيو چارو وزارت په مالي ملاتړ پيل شوې چې لګښت يې شپږ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او ۴۰۰ کیلوواټ برېښنا به ورکړي.

Views: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version