ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان ځیني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ له خپرېدو اندېښمن دي

7 Sep 2023 - 15:10
7 Sep 2023 - 15:10

بامیان (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د بامیان ځیني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ خپرېدو ته اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د بامیان په ورس ولسوالۍ کې د «شیوقول» پراختیايي شورا رییس علي‌جان رضایي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بیزو تڼاکې ناروغي په دې وروستیو څو میاشتو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې خپره شوې او هر ورځ ډېر شمېر څاروي پرې اخته کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ناروغي سږ کال د چنګاښ میاشتې له وروستیو راهیسې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو لکه دونه، نخت، شیوقول، سرخ‌جوی او قلبه‌تو سیمو کې زیاته خپره شوې ده.

د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی نادر وايي، په لږ موده کې زیات څاروې پر دې ناروغۍ اخته شوي چې د دغه ولسوالۍ په مرکز کې څو غواګانې هم ترې مړې شوې دي.

هغه وویل، د دې ناروغۍ خپرېدو څاروي لرونکي سخت اندېښمن کړي او په ځینو سیمو کې خلک اړ شوي چې خپل څاروي وپلوري.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، که اړوند مسوولین د یادې ناروغۍ د کنټرول په تړاو اقدامات ونه کړي، ښايي ډېر نور څاروي هم پر اخته او تلف شي.

د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ملا ګلاب‌الدین رب‌دوست په دې اړه وویل، تراوسه په د بیزو تڼاکې ناروغۍ د اخته څارویو کره شمېر معلوم نه دی خو دغه ناروغي په دې وروستیو کې د بامیان د مرکز په ګډون په ورس، پنجاب، لومړی نمبر یکه‌ولنګ او دویم نمبر یکه‌ولنګ ولسوالیو کې هم خپره شوې ده.

د هغه په وینا، تر اوسه په بیزو تڼاکې ناروغۍ اخته کوم کس نه دی ثبت شوی خو کرنې ریاست د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د دغه ولایت په کچه شاوخوا ۱۴۰ زره دوزه واکسین تطبیق کړي او د عامه پوهاوي پروګرامونه یې هم پیل کړي دي.

هغه د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په موخه له څاروي لرونکو وغوښتل چې غواګانې واکیسن او له روغو د ناروغو حیواناتو د بېلولو ترڅنګ د ناروغو څارویو له محصولات او غوښتې هم استفاده ونه کړي.

خو د حیواني روغتیا پوهان پر دې باور دي چې د بیزو تڼاکې ناروغي یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده او که پر وړاندې له لازم احتیاطه کار وانه خیستل شي او کنټرول نه شي نو انسان ته هم د انتقال وړ ده.

د دغه ولایت په مرکز کې د حیواني روغتیا کلینیک مسوول عبدالستار وویل د بیزو تڼاکې یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده چې پر وړاندې یې له وقایي تدابیرو پرته، انسان هم پر اخته کېږي.

د حیواني روغتیا د دغه ډاکتر په خبره، پر جلد د تڼاکو او دانو راختل او د پښو پړسوب د بیزو تڼاکې ناروغۍ له مهمو نښو دي چې پر دې ناروغي د ککړو حیواناتو له محصولاتو او غوښې له استفادې سره انسان ته هم انتقال کېږي.

هغه له خلکو وغوښتل چې پر یاده ناروغۍ د څاریو نه اخته کېدو او کنټرول لپاره دې خپل حیوانات واکسین کړي، له روغو د ناروغو څارویو د جلا کولو سربېره، پر دې ناروغۍ د اخته څارویو له شیدو او غوښې دې هم ډډه وکړي او دغه راز له څاروي سره د تماس پر مهال دست‌کش او نورو محافظتي وسایل وکاروي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version