ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې ۳۰۰ اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې

10 Sep 2023 - 16:28
10 Sep 2023 - 16:28

ایبک (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): په سمنګان کې د وچې مېوې ټولنې مسوولین وایي چې دغه ولایت کې یې له ۳۰۰ ډېرو بې‌وزلو او اړو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په سمنګان کې د وچې مېوې ټولنې رییس عبدالخالق پژواک ته وویل چې دې ټولنې له ۳۰۰ ډېرو بې وزلو او اړو ښځو ته د بادام د پروسس برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل: «موږ هر کال د دغه ولایت د بادامو د پروسس برخه کې له یوې کمپنۍ سره قرارداد کوو چې سږ کال هم د تېرو کلونو په څېر ۴۰۰۰ منه بادام له یوه شرکت سره قرارداد کړي چې عملاً دغه بادام د ۳۰۰ بې وزلو ښځو له خوا پروسس کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې له دغه کار سره له یوې خوا د بې وزلو ښځو ستونزي هواریږي او له بلې خوا، بادام په ښه ډول پروسس کېږي.

د سمنګان د وچې مېوې د پلورونکو ټولنې رییس وایي چې د دغه ولایت بادام د نړۍ په کچه مشهور محصولات دي، هڅه دا ده چې کوم بادام په یاده ټولنه کې پروسس کېږي د دغه ولایت له بڼوالو وپېرل شي څو د دغه ولایت بڼوال خپل حاصلات په ښه ډول وپلوري.

په ورته وخت کې، یوه کارګره مېرمن سمیرا چې دغه انجمن کې ورته د کار زمینه برابره شوې خوښه ده او وایي، له کومې مودې راهیسې چې په دغه انجمن کې کار کوي د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو یوه برخه یې حل کړې دي.

هغې زیاته کړه: «کله چې موږ په انجمن کې یو من بادام پروسس کوو ۵۰ افغانۍ راکوي او عین وخت کې د بادامو پوټکي هم را کوي چې دا د ژمي لپاره له موږ سره مرسته کوي، له هغو په اورلګولو کې استفاده کوو.»

یوه بله کارګره ښځه رخشانه وایي، که څه هم په هېواد کې اقتصادي شرایط خراب دي، خلک هم له ستونزو سره مخ دي، دغه ولایت کې د وچې مېوې ټولنې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده او له دې لارې کولی شو چې د خپلو کورنیو ستونزو ته څه نا څه رسېدنه وکړو.

یادې ښځې له ځایي حکومت او موسسو غواړي څو د بې وزلو ښځو لاسنیوی وکړي او دوی ته د کار زمینه برابره کړي څو له دې لارې خپلو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بلخوا، د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي فیروزالدین منیب پژواک ته وویل چې دغه ولایت کې د وچې مېوې انجمن له خوا کاري فرصت برابرول یو نېک کار دی او د سمنګان ځایي اداره له داسې کړنو ملاتړ کوي.

نوموړي وویل چې د سمنګان ځایي اداره هڅه کوي چې راتلوونکې کې د موسسو په ملاتړ او همغږۍ وکولی شي نورو بې وزلو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

Views: 191

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version