ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د نفتي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

10 Sep 2023 - 11:55
ارشیف
10 Sep 2023 - 11:55

مزارشریف (پژواک، ١٩ وږی ۱۴۰۲): د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم د ډالرو ارزښت د افغانيو پر وړاندې ټیټ شوی خو د نفتي توکو بیې لا هم لوړې دي او د کنټرول غوښتنه یې کوي.

د بلخ د مرکز مزارشريف ښار يوه ټکسي چلوونکي محب‌الرحمن پژواک ته وويل چې په دې وروستیو کې د ډالرو ارزښت د افغانیو پر وړاندې ټيټ شوی خو د نفتي موادو نرخونه اوس هم د پخوا په شان لوړ دي.

محب‌الرحمن وایي چې یو لېټر پټرول تېل پخوا هم په ۷۲ افغانۍ پلورل کېدل او اوس چې د ډالرو بیه راټیته شوې په همدې نرخ پلورل کېږي.

هغه زیاتوي، د ټکسي کرایه ټیټه ده خو تېل په لوړه بیه پېري نو ځکه نه شي کولای خپل لګښت هم پوره کړي.

محب‌الرحمن له حکومته غوښتنه کوي چې د تېلو بیه کنټرول کړي.

دغه راز د بلخ یو بل اوسیدونکی محمد هارون وایي، خپل شخصي موټر یې د تېلو بیې د لوړوالي له امله په کور درولی او ټکسي کې تر ښاره تګ راتګ کوي.

هغه زیاتوي چې تېره یوه اونۍ د ډالر بیه د افغانیو پر وړاندې ټيټه شوې خو تېل لا هم په هماغه پخوانۍ بیه پلورل کېږي.

هغه وایي، حکومت باید د تېلو پر بیو کنټرول ولري او له مسوولینو یې وغوښتل چې بیه یې راکمه کړي.

رحیم‌الله د بلخ ولایت یو بل اوسېدونکی هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې د خلکو اقتصادی ستونزې ډېرې دي او حکومت باید د تېلو او نورو توکو پر بیو کنټرول ولري.

خو بل لور ته په بلخ کې د یوه خصوصي تېلو پمپ سټېشن مسوول صفت‌الله پژواک ته وويل چې دوی نفتي توکي په لوړه بیه پېري نو ځکه اړ دي چې بېرته يې په لوړه بیه وپلوري.

هغه وایي: «د تېلو بیه زموږ لاس کې نه ده، ځکه موږ تېل په لوړه بیه پېرو او اړ یو چې بېرته یې په لوړه بیه وپلورو.»

بلخوا د بلخ حکومتي مسوولین بیا د نفتي توکو د بیو لوړوالی نړۍوال بازار پورې تړلې موضوع ګڼي.

د حیرتان نفتي توکو ریاست مالي او اداري آمر امید دهاتي که څه هم د نفتي توکو د بیو لوړوالی لامل په نړۍوالو بازارونو کې یې د بیې لوړوالی ګڼي، خو وایي د بیې د کنټرول لپاره یې هڅې کړې دي.

هغه زیاتوي چې د تېلو د بیې کنټرول په موخه دغه ریاست د مرکز کابل او ولایتونو دولتي ادارو ته تېل ورکوي څو یې بازار کې بیه لوړه نه شي.

د معلوماتو له مخې دا مهال بلخ کې یو لېټر پټرول تېل ۷۲ افغانۍ، سوپر ۷۵ افغانۍ، ډېزل ۶۴ افغانۍ او ګاز په ۲۸ افغانۍ پلورل کېږي.

د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې يو امريکايي ډالر له ٨٠- ٩٠ افغانيو پلورل کېده خو تېره اونۍ بيا د يوه امريکايي ډالر نرخ شاوخوا ٧٠ افغانيو ته ټيټ شو خو دا مهال بېرته د کابل په سراى شهزاده کې يو امريکايي ډالر په شاوخوا ٧٩ افغانيو پلورل کېږي.

Views: 149

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version