ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د تاریخ تېر درملو پلورلو له امله ۲۳ درملتونونه وتړل شول

14 Sep 2023 - 00:10
14 Sep 2023 - 00:10

لښکرګاه ( پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د هلمند عامې روغتیا ریاست له خوا ۲۳ هغه درملتونونه وتړل شول چې تاریخ تېر درمل یې خرڅول .
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض د وږي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا جوړ شوي ګډ کمېسیون د دوو ورځو په ترڅ کې د ۲۱۸ درملو له عمده پلورنځیو څخه څارنه وکړه.
د ریاض په خبره په یاد کمېسیون کې د هلمند عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو بررسۍ ټیم سربېره د ولایت مقام، استخباراتو، قوماندانۍ او ښاروالۍ ریاستونو استازو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړې، د دې څارنې پایله کې ۲۳ عمده پلورنځي د تاریخ تېرو درملو پلورلو او ساتلو له امله وتړل شول.
د هغه په وینا کمېسیون شاوخوا څلور ټنه تاریخ تېر درمل هم ونیول .
په هلمند کې ۲۳ درمل پلورنځي داسې مهال تړل کېږي چې څه موده مخکې د عامې روغتیا رییس پژواک خبري اژانس ته په یو ځانګړې مرکه کې ویلي وو، په تېره یوه میاشت کې یې په دغه ولایت کې د ۴۰ هغو ډاکټرانو کتنځایونه تړلي چې شفري نسخې یې ورکولې.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version