ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې شپږ درملتونونه او د خوراکي توکو پلورنځي وتړل شول

19 Oct 2023 - 20:25
19 Oct 2023 - 20:25

لښکرګاه (پژواک ، ۲۷ تله ۱۴۰۲): هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یې شپږ درملتونونه او د خوراکي توکو پلورنځي وتړل او پنځه ټنه تاریخ تېر توکي یې وسوځول.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض د تلې په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامې روغتیا ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د روغتیا مسوول له خوا جوړ شوي ګډ کمېسیون د ورځې په جریان کې له ۶۰ کتنځایونو، درملتونونو او د خوراکي توکو له عمده پلورنځیو څارنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د دې څارنې پر مهال یې ۳ درملتونونه د تاریخ تېره درملو درلودلو په تور او ۳ د خوراکي توکو عمده پلورنځۍ یې د تاریخ تېرو خوراکي توکو پلورلو په تور وتړل.

نوموړی وایي، په یاد کمېسیون کې د هلمند عامې روغتیا ریاست اړوند ګرمسېر ولسوالۍ د روغتیا مسوول ترڅنګ د ولسوالۍ مقام، استخباراتو، قوماندانۍ او ښاروالۍ استازو ګډون کړی و.

د ریاض په وینا، کمېسیون د ورځې په اوږدو کې له درېیو درملتونونو او خوراکي توکو عمده پلورنځیو څخه شاوخوا ۵ ټنه تر وخت تېر درمل او خوراکې توکي ترلاسه کړي وو چې د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې یې وسوځول.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version