ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مسکو فارمټ غونډه؛ روسیه: افغانستان کې د غیرسیمه‌ییز لوبغاړو د فعالیتونو ډېرېدو ته اندېښمن یو

29 Sep 2023 - 16:03
29 Sep 2023 - 16:03

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د مسکو فارمټ غونډې ځینو ګډونوالو افغانستان سره د «تعامل او همکارۍ» ژمنې تازه کړې او د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان او سیمه کې د غیرسیمه‌ییز لوبغاړو فعالیتونو ډېرېدو ته اندېښمن دي.

د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه نن د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته په استولي پیغام کې ویلي چې مسکو د غیر سیمه‌ییزو لوبغاړو له خوا په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د هغوی د فعالیتونو د ډېرېدو له امله اندېښمن دی.

هغه وايي: «لوېدیځ هېوادونو چې د افغانستان خلکو ته یې نه جبرانېدونکې زیانونه اړولي، باید له جګړې وروسته د بیارغونې اصلي بوج هم پرغاړه واخلي.»

لاوروف زیاته کړې چې د واشنګټن له خوا د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کول ناوړه پایلې لري، وضعیت خرابوي او د عادي افغانانو د ژوند شرایط لا پېچلي کوي.

دې غونډې ته د قرغیزستان استازي ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د افغانیو د ارزښت ثبات ساتنې، د انفلاسيون کنټرول، د فساد پرخلاف مبارزې او یو شېر نورو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

هغه وايي، قرغیزستان يو سوله‌ييز او باثباته افغانستان ته هیله‌مند دی او د افغانستان سره دوستانه اړيکې غواړي.

یادې ناستې ته د چین استازی ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان حکومت په امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې موثر ګامونه پورته کړي او امریکا باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

دی وايي: «د افغان حکومت د ځینو چارواکو پر سفرونو لګېدلي بندیزونه دې لرې او هغوی ته باید فرصت ورکړل شي چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.»

مسکو فارمټ غونډه کې د متحده عربي اماراتو استازي وویل چې دوی د یو سوله‌ییز او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او له افغانستان سره تعامل او همکاري غواړي او له همدې امله یې یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته خپل سفیر هم لېږلی دی.

د مسکو فارمټ غونډه کې د ازبکستان ځانګړي استازي ويلي چې غربي هېوادونه په غیرواقعی ډول د افغانستان منفي تصوير وړاندې کوي.

هغه وايي، ازبکستان به له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې یادې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان ویلي چې د ناتعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي، هېوادونه دې د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای دوی سره هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.

د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نوامبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی دی.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version