ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د نا تعریف شوي ټولګډونوالي په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي

29 Sep 2023 - 14:59
29 Sep 2023 - 14:59

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ غونډه کې ویلي، د ناتعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي، هېوادونه دې د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د ا.ا.ا سره هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.

مولوي امیرخان متقي دا هم ویلي، افغانستان د مشترکو مشروعو ګټو پر بنسټ ټولو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او هیله یې څرګند کړې چې له دې فرصته دې ټول هېوادونه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره استفاده وکړي.

د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته نن د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ غونډه کې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د وینا متن خپور کړی دی.

متقي ویلي: «په تېر دوه کلونو کې موږ د همدې فارمټ او نورو ناستو او فارمټونو په چوکاټ کې سیمې او نړۍ ته د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه اطمینان ورکړ، ژمنه مو وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت به د یوه مسؤول حکومت په توګه، اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نړۍ، سیمې او په ځانګړې توګه خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ شي، دا ژمنه په ښه ډول عملی شوې ده.»

هغه ویلي، اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د خپل حکومت سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنسټونو رغولو سره هم‌مهاله د «اشغالګرو په سیوري کي د روزل شوو فتنه‌ګرو» ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړې.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت پر دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسي او د افغانستان په شمول د ټولې سیمې د امنیت پرخلاف د یوې سترې دسیسې وروستۍ هڅه هم شنډه کړي.

هغه زیاته کړې :«په تېره شاوخوا نیمه پېړۍ کې افغانستان له ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز ننګونو او په ځانګړې توګه د کورني مشروعیت له بحران سره مخ و؛ علمي او عملي تجربو وښوده چې د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق و چې زموږ جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.»

هغه ویلي، د دې ادعا ښه بېلګه تېره دوه کلنه حکومتولي ده چې توانېدلي، له بندیزونو او د کوم جهت له مرستې او ملاتړ پرته جنګ ختم او ډاډمن امنیت رامنځته کړی، حکومت یې مرکزي کړی، بودجه یې خپلواکه کړې، له افغانستانه چا ته ګواښ پېښ نه شو، له نشه‌یي توکو سره مؤثره مبارزه وشوه او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې پروژې پيل شوي.

متقي ویلي: «په همدې اساس مو د خپلو خلکو د دین، تاریخ، کلتور او خصوصا نژدې سیاسي واقعیتونو ته په پام کې نیولو سره د یوه داسې حکومت بنسټ کېښود چې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ له دیني او ملي مشروعیت څخه برخمن دی.»

هغه هیله څرګنده کړې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم پر دې واقعیت د تایید مهر ولګوي چې په تېرو ۴۵ کلونو کي د ناتعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: «موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي، څو دلته له یوې خوا د شریرو جهتونو لاسونه پرې شي او له بلې خوا د یورو- اسیا سیمې- چې د نړۍ نږدې اویا سلنه نفوس، اکثره شتمني او د انرژي درېیمه برخې سرچینې لري- له ظرفیته د سیمې د ثبات او ښېرازۍ لپاره دله دغه تاریخي فرصته د ټولو په ګټه ډېره استفاده وشي.»

متقي ویلي، اوس په افغانستان کې امنیت راغلی او یوه قوي سیاسي اراده موجوده ده، نو د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان په محوریت د سیمه‌ییز اتصال پروژې تطبیق شي.

د متقي په خبره، افغانستان د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پر بنسټ د سیمه‌ییز اتصال لپاره، که هغه د ټرانسپورټ په بڼه او یا د انرژۍ د لېږد په ډول وي، چمتو دی چې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړې، له نوو سیاسي انکشافاتو وروسته، اوس د «شمال او جنوب سوداګریز دهلیز» عملي کېدو ته تر بل هر وخت ډېر شرایط برابر دي.

متقي دا هم ویلي، افغانستان د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې قوي ظرفیت لري او دغه راز اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته چمتو دی چې د زیربنايي پروژو، انرژۍ، کانونو، زراعت، مواصلاتي لارو او په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ چې ټوله سیمه د افغانستان له لارې په لنډه توګه نښلوي، په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست دغه راز ویلي: «موږ ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي همکاریو په برخه کې د قاچاقبرانو او نورو ورانکارو عناصرو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې خپل تیاری بیا تکراروو؛ د دغو ګواښونو دفع ډله‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري، موږ په دې برخه کې مؤثرې هڅې کړې دي.»

 هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت په کور دننه د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په موخه مبارزه کړې؛ خو د هغه په وینا د قاچاق په برخه کې چې د سیمې هېوادونو دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

د متقي په وینا، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له ګڼو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د پراخو سیاسي اړیکو او تعامل د پیل شاهد و او په دې اړه د سیمې هېوادونه ډېر مخکښ و، او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړېکو نوی فصل بولي.

هغه زیاته کړې، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت ته له دیپلوماتیکو تشریفاتو سره سم سفیر معرفي کړ او اسلامي امارت هیله لري چې نور هېوادونه هم افغان سفیران ومني، څو د دوو اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره موثرې ښکېلتیا ته زمینه برابره شي.

متقي ویلي، هر هغه څوک چې له افغانستانه د امنیت او یا هم د نشه‌يي توکو په اړه تشویش لري د «مغرضو کړیو» د تبلیغاتو اورېدو او د دغو تبلیغاتو په استناد او بنیاد د عکس‌العمل ښودوو پر ځای دې خپله افغانستان ته راشي، پلاوی دې راولېږي او هر څه دې له نږدې پر خپلو سترګو وویني، څو چې تشویش یې رفع او اطمنان یې حاصل شي.

د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نوامبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی دی.

Views: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version