ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک او موټرچلوونکي د غزني په ګیرو کې د یوه نړېدلي پله بېرته جوړېدو غوښتنه کوي 

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، که څه هم یاد پل بېرته د سیمې د خلکو له لوري د لنډ وخت لپاره په غیرمعیاري بڼه جوړ شوی خو وېره لري چې که د ژمي موسم کې د واورو او بارانونو ښايي ونړېږي.

د ګيرو د عبدالله کلا سیمې یوه اوسېدونکي مجید پژواک خبري اژانس ته وویل چې ګيرو، اندړ او قره‌باغ ولسوالیو ترمنځ یو پراخ سیند تېر شوی چې د غزني د ټولو غرونو او د سلطان او سردې بندونو اوبه هم په همدغه سیند کې راځي چې د اورښتونو پر مهال د ګیرو خلک له ستونزو سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړه، د ګيرو او اندړو ولسوالیو ترمنځ پر دغه ارتباطي پُل چې د ۴۵ متره په اوږدوالي او اته متره سور پخوا جوړ شوی و، د ګیرو او پکتیکا ځينو ولسوالیو خلک د غزني مرکز ته تګ راتګ کوي.

دی وایي: «له بده مرغه د تېرو جګړو له امله  د یاد پُل د ملا تیر مات شو او وروستیو سېلابونو یې بېخ له منځه یووړ چې د موټرو له تګ راتګه یې وغورځاوه.»

د هغه په خبره چې په ګیرو کې د شېلې سیمې یاد پل باید د ژمي له رارسېدو مخکې په اساسي او معیاري ډول ورغول شي څو خلک له ستونزو خلاص شي.

د دې لارې یوه موټرچلوونکي محمدعیسی پژواک ته وویل، که څه هم دغه پل اوس د سیمې خلکو له خوا بېرته په خام ډول جوړ شوی او ستونزه یو څه حل شوې خو مخکې خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.

د سیمې یو اوسېدونکی انجنیر نصرت‌الله وایي چې دغه پل اوس د سیمې د خلکو له خوا غیرمعیاري جوړ شوی او د لوېدو خطر یې ډېر دی.

یادو ټولو کسانو له اسلامي امارت او نړۍوالو مؤسسو وغوښتل چې د ژمني له رارسېدو مخکې دې د یاد پُل په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې غزني سیمه‌ییزمسوولین هم وایي چې د ګيرو او اندړو ولسوالیو ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د شېلې او پارچې سیمې پل سېلابونو ویجاړ کړی دی.

د غزني د والي ویاند حافظ عمر پژواک ته وویل، تېرو سختو اورښتونو او سېلابونو د ګیرو د شېلې او پارچې سیمې پُل ویجاړ کړی چې له امله یې خلکو ته ستونزې جوړې شوې دي.

د هغه په وینا چې دوی د یاده پله ستونزه له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او هیله‌من دي چې د جوړېدو چارې یې ژر پیل شي.

د یادوني ده، د شېلې سیمې پل د سردې او سلطان بندونو اوبو پر سیند جوړ شوی چې ګیرو او د پکتیکا ګڼې سیمې د اندړو ولسوالۍ له لارې د غزني له مرکز سره نښلوي.

ګيرو د غزني مرکز سوېل ته په ۸۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې شاوخوا ۴۰۰ غټ او واړه کلي لري.

Views: 279

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version