ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار – حیرتان پر سړک د بادونو له امله د ریګونو ډېرۍ کېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

2 Oct 2023 - 14:24
2 Oct 2023 - 14:24

مزارشریف (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲) د مزار – حیرتان لویې لارې موټرچلوونکي شکایت کوي چې پر دغې لار وخت ناوخت د بادونو له امله ریګونه ډېرۍ کېږي چې له امله یې په ساعتونو لار بنده وي.

د مزار – حیرتان لارې یوه موټرچلوونکي امان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پر دې لار ستونزې ډېرې دي خو یوه لویه ستونزه دا ده چې سړک ته ریګونه راځي او ډېری وخت یې له امله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

نوموړی له حکومتي مسوولینو غواړي چې د دې لارې پاکولو لپاره موقتي او یا هم دایمي حل لاره ولټوي.

محمدحسین د دې لارې یو بل موټرچلوونکی هم وایي، ریګونو د سړک یوه برخه پوښلې چې له امله يې خلک ستونزو سره مخ دي.

د مزارشریف اوسېدونکی شاداب وايي: «پر دغې لار د ریګونو راوتلو له امله ډېری وخت بدې ترافیکي پېښې کېږي؛ زه له حکومته غواړم چې د سړک پر غاړه د نیالګیو په اېښودو سره دغه ستونزه په دایمي توګه حل کړي.»

د یوه خصوصي شرکت مسوول برکت‌الله هم ورته څرګندونې وکړې، ویې ویل، پر دې لار د کوچنیو او باروړونکو موټرو تګ راتګ ډېر دی.

هغه وایي: «پر دې لاره تګ راتګ ډېر دی، دا د یوې او دوو ورځو ستونزه نه ده، بلکې اونۍ او میاشت دغې لارې ته ریګونه راځي خو د پاکولو لپاره یې هیڅ اقدام نه کېږي.»

بلخوا د ټولګټو وزارت مسوولین د خلکو دغه ستونزه مني او د حل ډاډ يې ورکوي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پژواک ته وویل چې د مزارشریف – حیرتان لار د هېواد یوه له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو ده.

هغه وایي، پر دې لار د سختو بادونو له امله ریګونه سړک ته راځي او خلک له ترافیکي ستونزو سره مخ کوي.

دی زیاتوي چې د بلخ ټولګټو ریاست تل دغه لار پاکوي او د دغه وزارت په سپارښتنه به ټولې ولایتي ادارې له خپلو امکاناتو په استفادې د خلکو ستونزې حل کوي.

د مزارشریف – حیرتان لویه لار چې شاوخوا اتیا کیلومتره اوږدوالی لري، د هېواد، په ځانګړې توګه د شمال په کچه یوه له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو بلل کېږي چې افغانستان له ازبکستان هېواد سره نښلوي.

Views: 809

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version