ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک راپورونه: شپږو میاشتو کې ترافیکې پېښو ۳۴۷۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د پژواک خپرو شوو خبرونو له مخې، د روان لمریز کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۷۴ کسان مړه او ۳۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې مرګ‌ژوبلې له نیمایي ډېره په کندهار،غزني، فاریاب، ننګرهار او هرات ولایتونو او د ټولې مرګ‌ژوبلي څه باندې ۵۹ سلنه د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو، عرفې او لوی اختر په درېیو ورځو کې اوښتې ده. د ټولې مرګ‌ژوبلې نږدې ۸۹ سلنه یې لویان نارینه، نږدې څلور سلنه ښځې، نږدې درې سلنه ماشومان او نږدې پنځه سلنه یې د جنسیت له پلوه نامعلوم کسان دي.

د مرګ‌ژوبلې یاد شمېر کېدای شي له دې ډېر وي؛ ځکه چې دغه مرګ‌ژوبله یوازې د هغو ۱۲۳ ترافیکي پېښو ده چې پژواک خبري اژانس یې خبرونه خپاره کړي. پژواک د هغو ترافیکې پېښو خبرونه نه خپروي چې څوک په کې مړه نه وي او یا یې د ټپیانو شمېر له پنځو کم وي.

تر ټولو ډېر کسان په فاریاب، بغلان، سرپل او بدخشان کې مړه شوي، خو تر ټولو ډېر کسان په کندهار، غزني، ننګرهار او فاریاب کې ټپیان شوي دي.

د پژواک د خبرونو له مخي، د ترافیکي پېښو له امله په فاریاب کې ۴۵ کسان مړه او ۳۲۲ ټپيان، بغلان کې ۳۵ مړه او ۱۱۳ ټپيان، سرپل کې ۲۹ مړه او ۱۵ ټپيان، بدخشان کې ۲۵ مړه او ۲۸ ټپيان، بلخ کې ۲۲ مړه او ۲۲ ټپيان، باميان کې ۲۲ مړه او ۸۰ ټپيان، ننګرهار کې ۱۹ مړه او ۳۳۰ ټپيان، بادغیس کې ۱۴ مړه او ۲۹ ټپيان، لغمان کې ۱۲ مړه او ۸۴ ټپيان، میدان وردګو کې ۱۲ مړه او ۴۷ ټپيان، سمنګان کې ۱۲ مړه او ۴۰ ټپيان، دایکندي کې ۱۱ مړه او ۳۴ ټپيان، زابل کې ۱۱ مړه او ۲۱۸ ټپيان، کاپيسا کې ۱۰ مړه او ۳۷ ټپيان او کندوز کې ۱۰ مړه او ۲۰۲ ټپيان شوي دي.

دغه راز، جوزجان کې ۹ مړه او ۴۷ ټپيان، کابل کې ۷ مړه ۲ ټپيان، لوګر ۷ مړه او ۱۷ ټپيان، فراه کې ۶ مړه او ۶۱ ټپيان، غزني کې ۶ مړه او ۳۷۰ ټپيان، هلمند کې ۶ مړه او ۱۶ ټپيان، کندهار کې ۶ مړه او ۴۴۹ ټپيان، پکتيا کې ۶ مړه او ۵۰ ټپيان، پروان کې ۶ مړه او ۶۱ ټپيان، نورستان کې ۵ مړه او ۱۴ ټپيان، تخار کې ۵ مړه او ۵۴ ټپيان، هرات کې ۴ مړه او ۲۶۰ ټپيان، غور کې ۳ مړه او ۵۹ ټپيان، خوست کې ۳ مړه او ۱۶ ټپيان، نیمروز کې ۳ مړه، پنجشېر کې ۳ مړه او ۲۲ ټپيان او کونړ کې ۶ کسان ټپيان شوي دي.

د یادو پېښو تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د تېرې عرفې ورځې، لوی کوچني اخترونو په ورځو کې اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، د تېر کوچني اختر درېيو ورځو کې ۶۵۹ کسانو او تېرې عرفې او لوی اختر په ورځو کې ۱۴۰۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ترافیکې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان لویان نارینه دي.

د پژواک د مخکنیو راپورونو له مخې، ټرافیکي پېښو کې د سړیو د ډېرو مرګ‌ژوبلې لامل دا دی چې هغوی د ماشومانو او ښځو په پرتله ډېر تګ راتګ کوي.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې مو د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ له مدیریت سره شریکې کړې او د عواملو او حل لارو په اړه مو ترې وپوښتل، خو تر اوسه یې ځواب نه دی راکړی.

د یاد ریاست د مخکنیو معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ کال کې په هېواد کې ۱۳۰۶ ترافیکي پېښې شوې وې چې په پایله کې یې ۹۴۴ کسان مړه او ۲۰۷۷ نور ټپیان شوي وو.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، ډېرې دغه ترافیکي پېښې په لویو لارو کې شوې وې.

د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو اساسي لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د ځینو لارو خرابوالی بللی و، خو ویلي یې وو چې د ښارونو د ننه ډېری ترافیکي پېښې د موټرو زیاتوالي، د سړکونو کم سوروالي، د پارکینګونو نشتوالي، د لاسي‌پلورونکو ګڼه‌ګوڼې او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

هغه په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو ته په اشاره ویلي وو، ځیني موټرچلوونکي له دې امله چې لاره اوږده وي او غواړي چې ویده نه شي، له نشه‌یي توکو (چرس او تریاکو) کار اخلي.

خیرخواه له موټرچلوونکو غوښتي وو چې ترافیکي اصول او قوانین مراعات کړي؛ ځکه په رعایتولو سره یې د ټرافیکي پېښو مخنیوی کېږي.

د ټرافیکي پېښو لاملونه او حل لارې یې

د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو د انسجام شورا مرستیال محمدنبي افغان نن (د تلې ۱۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېرې ټرافیکې پېښې رامنځټه کېږي او په دې برخه کې جدي ستونزې شته چې باید د حل کولو لپاره یې هڅې وشي.

هغه زیاتوي: «په لنډ وخت کې د دې مشکلاتو مخه نيول ناشونې ده، ځکه همدا اوس راسته لاس موټر – يعنې يو ځل په تېر جمهوریت کې راسته لاس موټرو ته اسناد ورکړل شول او اوس بيا په امارت کې نورو ته اسناد ورکړل شول؛ چې ډېر د ترافيکي حادثو باعث همدغه موټر دي.»

افغان وايي: «موټرچلوونکي ځينې نشه‌یان وي، ځينې بې کفايته وي او بعضې شرکتونه ورته وايي چې په خپل ټايم (وخت) به رارسېږې نو دا هم د دې باعث کېږي چې دغه ستونزې لا ډېرې شي.»

هغه وایي چې اړوند چارواکي د داسې یوې طرحې پر جوړولو لګیا دي چې له مخې یې ټرافیکي پېښې کمې شي.

دی په دې اړه د حکومت د راتلونکو کړنو په اړه وایي: «موږ نه غواړو چې د پخوا په څېر موږ ته بيا پاټکونه واچوي، پخوا يې له موږ نه پېسې اخیستلې؛ اوس باید مجرم ته سزا ورکړل شي، نه پيسې؛ ځکه پيسې فساد ته زمينه برابروي او فساد بايد ډېر نه شي، ښه خبره دا ده، کوم ډرېور چې د قانون متخلف وي، هغه باید راوستل شي او بنديخانې ته واچول شي؛ له بده مرغه تر ډېره موږ افغانان د سوټي والا يو؛ چې يو څه ډب او يو څه فشار نه وي دغسې لارې ته نه راځو.»

د هغه په وينا، په دې کار سره خلکو ته جوته کېږي چې امارت دا کار کوي او خلک له امارته ډارېږي.

افغان د اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو د ډېروالي په اړه وویل: «د اختر په ورځو کې اکثره خلک له وظیفو کورونو ته ځي، بیا راوځي مېلو ته او يو څه له حده وځي، یعنې تېز رفتاري کوي، په اطرافو کې بيا موټرسایکلونه ډېر ځلغوي او ځوانان دېخوا او ها خوا ځغلي؛ دغه راز، راسته لاس موټر ځکه د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي چې کله له بل موټره کراس کېږي بايد نيمايي د سړک منځ ته راووځي څو مقابل جانب وګوري، نو که له مقابل جانبه موټر په سرعت کې راوران وي، معلومه خبره ده چې ټکر سره کوي.»

خو د احمدشاه ابدالي مسافروړونکي شرکت موټرچلوونکی نجیب‌الله – چې له ۱۲ کلونو راهیسې د کندهار – کابل پر لویه لار موټر چلوي- د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د ځینو چلوونکو بې‌احتیاطي بولي.

خو دی د موټرچلوونکو له لوري د نشه‌یي توکو کارولو خبره ردوي او وایي، د نشې په حالت کې هیڅوک نه شي کولی اوږد مزل وکړي.

Views: 337

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version