ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک راپورونه: درېیو میاشتو کې ترافیکې پېښو څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د پژواک خپرو شوو خبرونو له مخې، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۸ کسان مړه او ۱۲۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د دې مرګ‌ژوبلې تر نیمایي ډېره په غزني، کندهار او ننګرهار ولایتونو او د ټولې مرګ‌ژوبلي نږدې نیمایي د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې اوښتې ده. د ښځو او ماشومانو په پرتله د سړیو مرګ‌ژوبله ۱۱ برابره ډېره ده.

د مرګ‌ژوبلې یاد شمېر کېدای شي له دې ډېر وي؛ ځکه چې دغه مرګ‌ژوبله یوازې د هغو ۱۰۶ ترافیکي پېښو ده چې پژواک خبري اژانس یې خبرونه خپاره کړي. پژواک د هغو ترافیکې پېښو خبرونه نه خپروي چې څوک په کې مړه نه وي او یا یې د ټپیانو شمېر له پنځو کم وي.

تر ټولو ډېر کسان په سرپل، بغلان او فاریاب کې مړه شوي، خو تر ټولو ډېر په غزني، کندهار او ننګرهار کې ټپیان شوي دي.

د پژواک د خبرونو له مخي، د ترافیکي پېښو له امله په غزني کې څلور کسان مړه او ۳۵۱ ټپیان، کندهار کې شپږ مړه او ۳۱۱ ټپیان، ننګرهار کې شپږ مړه او ۱۴۶ ټپیان، فاریاب کې ۱۶ مړه او ۴۹ ټپیان، پکتیا کې شپږ مړه او ۴۰ ټپیان، بغلان کې ۱۷ مړه او ۳۹ ټپیان، بامیان کې شپږ مړه او ۳۳ ټپیان، زابل کې ۹ مړه او ۳۱ ټپیان، لغمان کې دوه مړه او ۳۰ ټپیان، پروان کې درې مړه او ۲۸ ټپیان، میدان‌وردګو کې څلور کسان مړه او ۲۴ ټپیان شوي دي.

دغه راز په جوزجان کې ۲۳ ټپیان، بدخشان کې ۱۴ مړه او ۱۹ ټپیان، لوګر شپږ مړه او ۱۵ ټپیان، نورستان کې پنځه مړه او ۱۴ ټپیان، دایکنډي کې اته مړه او ۱۴ ټپیان، بلخ کې ۱۳ مړه او ۱۴ ټپیان، تخار کې دوه مړه او ۱۱ ټپیان، بادغیس کې پنځه مړه او ۹ ټپیان، کاپیسا کې شپږ مړه او ۹ ټپیان، هلمند کې دوه مړه او اووه ټپیان، غور کې پنځه ټپیان، فراه کې پنځه مړه او څلور ټپیان، کندوز کې یو مړ او دوه ټپیان، کابل کې اووه مړه او دوه ټپیان، خوست کې یو مړ او دوه ټپیان او سرپل کې ۲۴ مړه او یو ټپي دي.

د یادو پېښو تر ټولو ډېره مرګژوبله د تېر کوچني اختر په ورځو کې اوښتې ده

د راپورونو له مخې، د تېر کوچني اختر په لومړۍ ورځ ۲۱۳ کسانو، د اختر په دویمه ورځ ۲۳۰ او د اختر په درېیمه ۲۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په کابل کې موټرچلوونکی عزت‌الله صافی وایي، په اخترونو کې ترافیکي پېښې ځکه ډېرې وي چې د اختر مبارکیو او خوښیو په مناسبت په ولایتونو او دغه راز له یو ولایت بل ته د خلکو تګ راتګ ډېریږي او ځیني داسې کسان هم موټر چلوي چې له موټرچلولو سره ډېر بلد نه وي.

هغه وایي: «په تېر کوچني اختر کې موږ پنځه ملګري سره یوځای شوو، د اختر په رخصتیو کې له کابله غزني، کندهار هلمند او بیا تر هرات ولایتونو ولاړو، چکر مو وواهه، دغو ولایتونو ته مو کله سفر نه و کړی، په دې اوږده لاره کې مو په نوبت ډریوري کوله، د چا موټر لږ زده و د چا زیات؛ ملګري وو د چا به چې لږ هم زده وو ډریوري به یې کوله خو موږ به کنټرولول او د تیز تګ اجازه به مو نه ورکوله، په همداسې ډول بې‌احتیاطي د ترافیکي پېښو سبب کېږي.»

د ترافیکې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان لویان نارینه دي

 راپورونه ښیي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲۹۵ سړیو، ۵۶ ښځو او ۳۹ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په خبرونو کې د ۲۱ کسانو په اړه نه دي ویل شوي چې سړي دي که ښځې او یا ماشومان.

د عزت‌الله صافي په وینا، د سړیو مرګ‌ژوبلې لامل دا دی چې د ماشومانو او ښځو په پرتله ډېر تګ راتګ کوي.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې مو د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ له مدیر عبدالودود خیرخواه سره شریکې کړې.

هغه په دې اړه ځواب ور نه کړ خو څو ورځې مخکې یې پژواک ته ویلي وو چې د روان کال له پیله راهیسې د غبرګولي تر ۲۰مې د هېواد په کچه له ۳۳۵ ډېرې ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۵ کسان مړه او ۴۰۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي وو چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې په هېواد کې ۱۳۰۶ ترافیکي پېښې شوې وې چې په پایله کې یې ۹۴۴ کسان مړه او ۲۰۷۷ نور ټپیان شوي وو.

خیرخواه په تېر اختر کې د ترافیکو پېښو له امله د ډېرې مرګ‌ژوبلې رامنځته کېدو په اړه نن پژواک ته وویل چې د ترافیکو ریاست د یادو پېښو مخنیوي لپاره ډېر پلانونه په پام کې لري؛ تېر کوچني اختر ته په پام یې مخکې له مخکې کنټرولي او مصوونیتي پلانونه جوړ کړي او ټولو ولایتي ریاستونو ته یې لېږلي، څو یې په خپلو ولایتونو کې پلي کړي او د اختر په ورځو کې له ترافیکو پېښو مخنیوي وشي.

هغه وایي چې ډېری ترافیکي پېښې په لویو لارو کې شوې دي.

خیرخواه په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو اساسي لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د ځینو لارو خرابوالی ښيي، خو وایي چې د ښارونو دننه ډېری ترافیکي پېښې د موټرو زیاتوالي، د سړکونو کم سوروالي، د پارکینګونو نشتوالي، د لاسي‌پلورونکو ګڼه‌ګوڼې او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

هغه په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو ته په اشاره وویل، ځیني موټرچلوونکي له دې امله چې لاره اوږده ده او غواړي چې ویده نه شي، له نشه‌یي توکو (چرس او تریاکو) کار اخلي.

خیرخواه له موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي اصول او قوانین مراعات کړي؛ ځکه په رعایتولو سره یې د هغوی د مالي او ځاني زیانونو مخنیوی کېږي.

د افغانستان د ټرانسپورټي شرکتونو د انسجام شورا مرستیال محمدنبي افغان د ترافیکي پېښو د لاملونو په اړه وايي: «په لویو لارو کې ډېرې پېښې کېږي، لامل یې دا دی چې سړکونه خراب او کم سوره دي، لکه د افغانستان سوېل لوېدیځې سیمې چې ستونزې پکې ډېرې دي.»

هغه زیاتوي: «موټرچلوونکو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له پنځو ساعتونو ډېر سفر وکړي او په افغانستان کې عموماً موټرچلوونکي له تریاکو کار اخلي.»

خو د احمدشاه ابدالي مسافروړونکي شرکت موټرچلوونکی نجیب‌الله – چې له ۱۲ کلونو راهیسې د کندهار – کابل پر لویه لار موټر چلوي- د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د ځینو چلوونکو بې‌احتیاطي بولي.

خو دی د موټرچلوونکو له لوري د نشه‌یي توکو کارولو خبره ردوي او وایي، د نشې په حالت کې هیڅوک نه شي کولی اوږد مزل وکړي.

Views: 234

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version