ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عرفې او اختر ورځو ترافیکو پېښو کې ۴۰ کسان مړه او ۱۳۶۱ نور ټپيان شوي

د عرفې او اختر ورځو ترافیکو پېښو کې ۴۰ کسان مړه او ۱۳۶۱ نور ټپيان شوي

author avatar
3 Jul 2023 - 17:31
د عرفې او اختر ورځو ترافیکو پېښو کې ۴۰ کسان مړه او ۱۳۶۱ نور ټپيان شوي
ارشیف
author avatar
3 Jul 2023 - 17:31

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د پژواک موندنې ښيي چې د عرفې او لوی اختر په درېیو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۴۰ کسان مړه او ۱۳۶۱ نور ټپيان شوي دي.

په یادو پېښو کې د مړه شوو او ټپیانو شمېر اړوند ځایي حکومتي سرچینو تایید کړی دی.

په دې موده کې د ترافیکي پېښو له امله تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په هرات او تر ټولو لږه په بدخشان کې اوښتې ده.

د موندنو له مخې، په هرات کې درې کسان مړه او ۲۵۹ ټپيان، فاریاب کې دوه مړه او ۲۳۰ ټپيان، ننګرهار کې دوه مړه او ۱۶۸ ټپيان، زابل کې ۱۶۲ ټپيان، کندوز کې ۷ مړه او ۱۵۳ ټپيان او کندهار کې ۱۳۸ کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز، په فراه کې ۵۵ کسان ټپيان، بغلان کې يو مړ او ۴۰ ټپيان، غور کې يو مړ او ۳۷ ټپيان، تخار کې يو مړ او ۲۵ ټپيان، خوست کې دوه مړه او ۱۴ ټپيان، لغمان کې ۱۵ ټپيان، سمنګان کې درې مړه او ۱۲ ټپيان، غزني کې يو مړ او ۹ ټپيان، پکتیا کې ۱۰ ټپيان، بامیان کې پنځه مړه او څلور ټپيان، جوزجان کې دوه مړه او شپږ ټپيان، بلخ کې دوه مړه او څلور ټپيان، کونړ کې شپږ ټپيان، هلمند کې پنځه ټپيان، ميدان وردګو کې پنځه ټپيان، بدخشان کې یو مړ او یو ټپي، بادغيس کې درې مړه او يو ټپي، لوګر کې يو مړ او دوه ټپيان او نيمروز کې درې مړه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، دایکنډي، سرپل او پکتیکا کې ترافيکي پېښې نه دي ثبت شوې، خو چارواکو تر دې دمه په کابل، کاپيسا، نورستان، پنجشېر، پروان او اروزګان ولايتونو کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر سمونمل عبدالودود خیرخواه وایي، د عرفې او لوی اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې د ۶۶ ترافیکي پېښو له ډلې ۲۵ پېښو کې ۳۷ کسان مړه او په ۴۱ ترافيکي پېښو کې ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې موټرچلوونکی عزت‌الله صافی وایي، په اخترونو کې ترافیکې پېښې ځکه ډېرې وي چې د اختر مبارکیو او خوښیو په مناسبت په ولایتونو او دغه راز له یو ولایت بل ته د خلکو تګ راتګ ډېریږي او ځیني داسې کسان هم موټر چلوي چې له موټرچلولو سره ډېر بلد نه وي.

د پژواک خپرو شوو خبرونو له مخې، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۸ کسان مړه او ۱۲۳۳ نور ټپیان شوي وو؛ هغه مهال هم تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د کوچني اختر په ورځو کې وه.

د راپورونو له مخې، د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او ګړندی تګ د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو له اصلي لاملونو دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.