ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د انجې د کرکېلې زیاتېدل؛ کروندګر د دغه بوټي د شیرې د بیې ټیټېدو ته اندېښمن دي

5 Oct 2023 - 16:20
5 Oct 2023 - 16:20

ایبک (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وايي، په دغه ولايت کې د انجې د بوټي کرکېله او ترویج زیات شوی، خو سږ کال په بازار کې د دغه بوټي د شیرې بيه د پام وړ ټيټه شوې ده.

دغه کروندګر له حکومت او ملي سوداګرو غواړي څو د دغه ولايت د انجې شیرې د بيې لوړېدو ‎او بازارموندنې برخه کې پاملرنه او هڅې وکړي.

سمنګان کې يو بزګر حکمت‌الله چې د انجې څو کیلوګرامه شیره یې د خرڅلاو لپاره د ايبک ښار بازار ته راوړې وه، وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انجې د شیرې بيه ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «تېر کال د انجې د شیرې بازار او بیه ښه وو، خو د تېر کال په پرتله سږ کال یې په بیه کې۶۰ سلنه ټیټوالي راغلی چې موږ یې اندېښمن کړي یو او پر دې پیسو نه شو کولای خپل لګښتونه پوره کړو.»

دغه راز، سمنګان کې بل بزګر قاري عبدالبصير حکيمي د دغه ولايت د انجې د ښه‌ کيفيت بیانولو ترڅنګ وویل‎، سمنګان کې کروندګر د انجې بوټي کرلو او روزنه کې ډېرې هڅې کوي څو د دغه بوټي شیره په معیاري توګه پروسس او په نړۍوالو بازارونو کې په تر ټولو لوړه بیه وپلوري.‎

هغه زياته کړه: «تېر کال مو د انجې د شيرې له حاصلاتو عايد درلودل؛ ځکه تېر کال مو د وړم کال په پرتله د هغه په روزنه کې ډېر کار کړی و، سږ مو هم د تېر کابل پر نسبت ډېر زحمت ایستلی او له خپلو حاصلاتو خوښ یو، ‎خو سږ یې د بیې ټیټېدو موږ اندېښمن کړي یو.»

د هغه په ​​خبره، د سوداګرو ترمنځ د انجې نا سالمې سيالۍ د دې لامل شوې څو د په نړۍوالو بازارونو کې د هغه بيې راټيټې شي او کروندګرو ته زيان واوړي.

ګلمراد په نوم د انجې بوټي یو پلورونکي وايي، په تېرو کلونو کې يې له دې لارې ښه عايد ترلاسه کړی، خو سږ کال له خپل عوايدو خوښ نه دي.

د هغه په خبره، تېر کال د سپینې انجې یو کیلوګرام شیره چې د بازار تر ټولو ښه انجه وه، په ۱۸زره افغانۍ وه، خو سږ کال په ٦ زره افغانۍ پلورل کېږي.

د سمنګان د ځینو ‎اوسېدونکو په باور، مرکزي حکومت او ملي سوداګرو په نړۍوالو بازارونو کې د انجې بوټي د پلور برخه کې بازارموندنې ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې، د افغانستان انجه د نورو ګاونډیو هېوادونو پر پرتله ښه کیفیت لري او له هېواده بهر ته صادریږي.

په ورته مهال، سمنګان کې د انجې ‎يوه ​سوداګر مولوي سکندر پژواک ته وويل، د انجې تخم چې د سمنګان د اوسېدونکو په منځ کې ډېر ترویج شوى او خلکو یې کښت ته مخ کړې، په څلور ډوله چې تاجکي، ازبکي، ګرسي او قزاقي په کې شامل دي ‎چې تر ټولو مشهور او د لوړ کیفیت لرونکی یې تاجکي دی او په نړۍوالو بازارونو کې ښه بیه لري.

هغه څرګنده کړه چې د سږ کال په پیل کې یې‎ يو کيلوګرام ښه انجه تر ١٨زره افغانيو پېرلې وه خو ‎اوس هماغه انجه په ٩زره افغانۍ اخلي.

هغه زياته کړه، د دغه بوټي د شیرې د بيې ټيټېدو په اړه کره معلومات نه لري، خو وايي، ‎حکومت او د هېواد ملي سوداګرو د انجې د بيې لوړېدو برخه کې پاملرنه نه ده کړې.

بل‌خوا، د سمنګان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو د تنظيم امر داملا محمود صديقي پژواک ته وويل، دا چې دغه ولايت د انجې کرلو لپاره مناسب اقلیم لري، نو سږ کال په دغه ولايت کې نږدې ٦٠ سلنه بزګران د دغه بوټي پر روزنه بوخت دي چې د تېر کال په پرتله د دغه بوټي د کروندګرو په شمېر کې څو سلنه زیاتوالی راغلی دی.

صديقي د انجې د بیې ټیټېدو په اړه وویل، سږ کال د دغه بوټي د کروندګرو او پلورونکو د شمېر زياتوالي او په ورته وخت کې د هېواد په بازارونو کې انجې د سوداګرو کموالي له امله د دغه محصول بیه ټیټه شوې ده.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version