ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې بشپړې شوې

9 Oct 2023 - 14:32
9 Oct 2023 - 14:32

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.

د دغه ولایت د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي لارو هوارکارۍ، د ویالو پاکول، د استنادي دېوال او پلچکونو جوړول شامل دي چې د سنایي پرمختیایي (SDO) موسسې په تخنیکي همکارۍ بشپړې شوې دي.

د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پروژو کارونه یوه میاشت مخکې پيل شوي و چې ۷۵۴ کسانو ته د کار زمینه په کې برابره شوې وه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دی وايي، د چنارتو ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۶ کیلومتره سړک جغل اچول شوی، ۵۱ کیلومتره ویالې پاکې شوې، ۲۸۰ متره ګبين، ۶۰ متره استنادي دېوال او شپږ پلچکونه جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version