ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې داخلي بې‌ځایه شوي: خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو لپاره ملاتړ ته اړتیا لرو

9 Oct 2023 - 17:33
9 Oct 2023 - 17:33

سرپل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): سرپل کې یو شمېر داخلي بې‌ځایه شوي وايي، غواړي بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای او ‎اړوند بنسټو باید په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

په همدې حال کې، د سرپل د کډوالو چارو امریت مسوولین په دغه ولایت کې د کورنیو بې‌ځایه شوو دغه غوښتنه پرځای بولي او وايي چې دوه زره بې‌ځایه شوو کورنیو له دغه امریته د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سرپل د الجهاد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فیض‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۳۹۸ کال کې د جګړو له امله له خپلې کورنۍ سره له الجهاد ولسوالۍ د سرپل مرکز ته بې‌ځایه شو او اوس د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای بېرته خپلې اصلي سیمې ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: «له څلورو کلونو راهیسې د کارګرۍ له لارې د ژوند چارې پر مخ وړم، د کور کرایه او د برق پیسې په سختۍ پیدا کوم، اوس مو د خپلې سیمې کور هم ویجاړ شوی او د بېرته جوړولو توان یې نه لرم، د کډوالو له امریته مې هم مرسته غوښتې ده چې د مالي ملاتړ له لارې د بېرته تلو زمینه راته برابره کړي خو دې ادارې تر اوسه مثبت ځواب نه دی راکړی.»

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی اکبر وايي، په ۱۴۰۰ کال کې د جګړې زیاتېدو اړ کړ چې له چهاربولک ولسوالۍ سرپل ښار ته بې‌ځایه شي او اوس بېرته خپلې سیمې ته د تلو هوډ لري، خو دومره پیسې نه لري چې خپل ویجاړ کور پرې جوړ کړي.

هغه زیاتوي: «له حکومته غواړم چې خپلو سیمو ته د تلو برخه کې له موږ سره مرسته وکړي څو وکولای شو خپل ړنګ کورونه جوړ کړو او له دې ستونزو خلاص شو.»

د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ کلي اوسېدونکی غلام‌حسین وايي، په ۱۳۹۵ کال کې د جګړو له امله د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شو چې اوس یې کور ویجاړ شوی دی.

هغه هم له حکومته غواړي چې خپلې اصلي سیمې ته د بېرته تلو او د کورونو رغونو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د سرپل د کډوالو چارو امر ملا محمدعمر پژواک ته وویل چې له سوزمه کلا، صیاد او الجهاد ولسوالیو دوه زره بې‌ځایه شوو کورنیو د کډوالو له امریته غوښتي څو خپلو سیمو ته د بېرته تلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې د سرپل د کډوالو چارو امریت دومره امکانات او توان نه لري چې له دغو بې‌ځایه شوو سره مرسته وکړي او یا کورونه ورته جوړ کړي، خو له همکارو موسسو یې مرسته غوښتې څو له دغه امریت سره په دې برخه کې مرسته وکړي چې هغوی هم تر اوسه دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

د سرپل د کډوالو چارو امریت سرپرست وویل چې دوی هڅه کوي څو خپلو سیمو ته د بې‌ځایه شوو کډوالو بېرته ستنولو زمینه برابره کړی.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version