ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی

15 Oct 2023 - 17:11
15 Oct 2023 - 17:11

کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲) کندهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې يو پخوانی ماين چاودلی چې له امله یې يو کس وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی.

د کندهار د ارغنداب ولسوال ملا ادم‌ اخند عجمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د دې ولسوالۍ اړوند حسن بابا کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي، په ځمکه کې یوه خښ شوي پخواني ماین له تراکټور سره د لګېدو له امله چاودنه کړې چې په پایله کې یو کس وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی.

د هغه په خبره، د ارغنداب ولسوالۍ په ډېرو دښتو کې لا هم د چاودېدونکو توکو ګواښ شته او دا مهال په دې سیمه کې د ماین پاکۍ موسسه نشته، څو دغه ګواښونه له منځه یوسي.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version