کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲) چارواکي وايي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو پخوانی ماين پر دوو ماشومانو چاودلی چې له امله یې يو وژل شوی او بل ټپي دی.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زيد نن د سهشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر شاوخوا څلور بجې د ارغنداب ولسوالۍ په سرشوهين کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په یاده پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی چې ټپي ماشوم د امنیتي کسانو له لوري روغتون ته رسول شوی، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نشته.
نوموړی وايي، د دواړو ماشومانو عمرونه د لسو او دیارلسو کلونو په شاوخوا کې ښودل شوي دي.
د ارغنداب اوسېدونکي وایي، د یادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې اوس هم ناچاوده توکي او ماینونه شته چې کله کله خلکو ته مرګژوبله اړوي.
ورته پېښې د کندهار په ډنډ او ځینو نورو ولسوالیو کې هم کېږي، خو خلک غوښتنه کوي چې باید سیمې په بشپړه توګه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکې شي.
د کندهار یو اوسېدونکی سیداحمد په دې اړه وايي: «تل اورو چې دغسې پېښې کېږي، باید مخه یې ونیول شي او ماینپاکان زیات شي چې ټول ماینونه وکاږي.»
که څه هم په کندهار کې اوسمهال د ماینپاکۍ په برخه کې ځينې موسسې په فعالیت بوختې دي خو خلک وایي، د هغوی کار او فعالیت ډېر ورو دی.
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن