ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په کلفګان کې د سرقروق سیمې لسګونه اوسېدونکي له جنټیکي ناروغیو ځورېږي

22 Oct 2023 - 20:15
22 Oct 2023 - 20:15

تالقان (پژواک،۳۰ تله ۱۴۰۲): د تخار کلفګان ولسوالۍ د سرقروق سیمې اوسېدونکي په خپلو کې د ودونو کولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، په ځینو مواردو کې د دې ډول ودونو نتیجه کې زېږېدلو ماشومانو ته  جنټیکي ناروغۍ پیدا شوې دي.

د کلفګان اړوند سرقروق سیمې ډېرو اوسېدونکو د خپلوۍ تړاو ته په نه پاملرنه تر خپل منځ ودونه کړي دي.

خو د یادې سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د یادو ودونو ثمره داسې ماشومان وي چې له ۱۰ یا ۱۵ کلنۍ وروسته پر معیوب او معلولو انسانانو بدلېږي او د خپلو کورنیو د اوږو بار ګرځي.

رجب علي چې ۶۴ کلن او د سرقروق سیمې اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، نږدې ۵۰ کاله مخکې یې له خپلې ترورزۍ سره واده وکړ چې نتیجه کې یې د اتو اولادونو له ډلې څلور (دوه هلکان او دوه نجونې) معلول دي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه څلور اولادونه مې لومړی سالم وزېږېدل خو له پنځه او شپږ کلنۍ وروسته ورته معلولیت پیدا شو، د هغوی ساتنه ډېره ستونزمنه ده؛ تر اوسه حکومت او موسسو هیڅ مرسته نه ده راسره کړې.»

د یادې سیمې بل اوسېدونکی حبیب‌الله هم وایي: «۳۲ کاله مخکې مې د ماما له لور سره واده وکړ، د مېرمنې مور هم زما ترور ده، د واده ثمره مې نهه اولادونه دي خو یو معلول دی.»

نوموړي زیاته کړه، لومړیو کې یې په وجود کې د معلولیت نښې لږې وې، خو د څو کلونو په تېرېدو اوس په لاره نه شي تلای، د کورنۍ ټول غړي د هغه په پالنه او مراقبت بوخت وي.

د هغه په خبره، تر اوسه د هیڅ مرستندوی بنسټ له لوري د دې سیمې معلولینو ته پاملرنه نه ده شوې.

د یادې سیمې بل اوسېدونکی خواجه‌احمد چې د خاله له لور سره یې واده کړی، وایي، د سیمې ډېری مشرانو کورنیو اړیکو ته له په پام کې نیولو پرته خپلو کې ودونه کړي چې نتیجه کې یې زېږېدلي یو شمېر ماشومان معلول او معیوب دي.

د هغه په خبره، له شپږو ماشومانو یې څلور معلول او معیوب دي چې اوس د کورنۍ د اوږو بار شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «له څلورو معیوبو اولادونو سره چې ګونګي، کاڼه او شل دي، ټوله کورنۍ په تکلیف کې ده؛ کورنۍ باید خپل اولادونه له نږدې خپلوانو سره د ودونو قرباني او ټولنه په جنیټیکي معیوبینو ککړه نه کړي.»

د هغه په وینا، په دې سیمه کې له لس تر پنځلس کلنۍ ماشومانو کې لږ لږ د جسمي او ذهني معلولیت نښې ښکاري چې له څو کلونو وروسته ان پر لاره د تلو توان هم له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې، د دې سیمې پرمختیايي شورا رییس نقیب‌الله فورمولي وايي، په دغه ځای کې نږدې څلور سوه کورنۍ اوسېږي چې په ډېرو کې معلول او معیوب کسان شته او له اقتصاي ستونزو سره هم مخ دي.

هغه د دې په ویلو سره چې په قروق سیمه کې نږدې سل معلول کسان دي، زیاته کړه چې د دې ستونزې یو لامل له نږدې خپلوانو سره واده کول دي.

د هغه په خبره، ځیني دغه ماشومان پر ذهني او یو شمېر نور بیا پر جسمي معلولیت اخته دي چې د حکومت او موسسو مرستې ته اړتیا لري.

بلخوا، تخار کې د روغتیا برخې پوهان له نږدې خپلوانو سره واده کول، د امیدوارۍ پر مهال ناسالم خواړه او په خپل سر د درملو کارول د جنټیکي ناروغیو لاملونه بولي.

تخار کې د روغتیا برخې کارپوه سید ميلاد حسن‌پور وايي، د معلولو ماشومانو ډېرېدل د اندېښنې وړ دي، له لسو ماشومان د اوو د معلولیت لامل له نږدې خپلوانو سره ودونه دي.

هغه زیاتوي، د شاوخوا ۷۰ سلنه ماشومانو د معلولیت لامل له نږدې خپلوانو سره ودونه دي، له واده مخکې د وینې معاینه کول یوه له هغو لارو ده چې کولای شي د ماشومانو له معلولیته مخنیوی وکړي.

د پژواک خبريال وغوښتل په دې اړه د تخار د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو نظر هم واخلي، خو له پرله‌پسې اړیکو ټینګولو وروسته ونه توانېد.

خو د تخار د شهیدانو او معلولینو رییس مولوي فضل‌الحق رسا وايي، شاوخوا دوه زره طبیعي معلولین چې جنټیکي معلولین دي، له دې ادارې سره ثبت دي او هماغه ډول چې د جګړو له امله له معلولینو سره مرسته کېږي، د اصولو له مخې، له دغو کسانو سره هم مرسته کېږي او میاشتني حقوق اخلي.

هغه ډاډ ورکوي چې د هر جنټیکي معلول کورنۍ کولای شي دې ادارې ته په ورتلو خپل اولادونه ثبت کړي څو د حکومت له لوري له په پام کې نیول شوو حقوقو برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې له‌ دې مخکې هم ډاکټرانو له پژواک سره خبرو کې د سوءشکل ماشومانو له زېږېدو د مخنیوي لپاره د اميدوارۍ پر مهال پر جدي مراقبت او خپل‌سرو درملو پر نه خوړلو ټینګار کړی و او زیاته کړې یې وه چې له نږدې خپلوانو سره له واده کولو دې ډډه وشي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version