ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کابل کې دې د میدان‌وردګو او غزني له پخوانیو اډو په پټه د سپرلیو پورته کولو مخه ونیول شي»

28 Oct 2023 - 18:48
28 Oct 2023 - 18:48

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): کابل کې د میدان‌وردګو او غزني د موټرو اډې قلعۀحیدرخان سيمې ته لېږدول شوې دي، خو ځیني موټرچلوونکي شکایت کوي چې ډېر مسافر هلته نه ورځي؛ ځکه په پټه له پخوانیو اډو لېږدول کېږي.

دغه راز ځیني خلک شکایت کوي چې تر قلعه‌حیدرخان سیمې تګ له ستونزو سره مخ کړي او اړ دي چې له کوټه‌سنګي په دوو موټرو کې قلعه‌حیدرخان ته ولاړ شي، خو د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، دا کار یې په ښار کې له ګڼه ګوڼې د مخنیوي په موخه کړی او خلکو ته د اسانتیا رامنځته کولو لپاره یې له کوټې‌سنګي تر کمپنۍ او له هغه ځایه تر قلعه‌حيدرخانه ملي بسونه فعال کړي دي.

چارواکي وایي، د قلعه‌حیدرخان اډه هم موقتي ده او په پام کې ده چې په راتلونکي کې په ارغندې سيمه کې پر شاوخوا ۶۰۰ جريبه دولتي ځمکه د لوېدیځو ولایتونو د موټرو ترمينل جوړ او په دغه ترمینل کې ټولې اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

د میدان‌وردګو د بېلابېلو سیمو اډې د کابل ښار په کوټه‌سنګي او کمپنۍ سیمو کې وې او د غزني اډه هم کمپنۍ ته څېرمه له «چهل متره» سړک سره وه.

خو ځیني کسان شکایت کوي چې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

قاري شفیع‌الله مجاهد – چې قلعۀ‌حیدرخان کې د ميدان‌ښار په نوې اډه کې ميدان‌ښار ته د تګ لپاره ورغلی و – پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه سهار اته بجې په يوه کرولا موټر کې ناست يم، روان يم کور ته ميدان‌وردګو ته، تر اوسه (له غرمې وروسته يوه نيمه بجه) هیڅ بل کس نه دی راغلی، له ښکته (کوټې‌سنګي او کمپنۍ) موټر ډک راځي، زه يې په خپلو سترګو ګورم چې غيرقانوني ډک کېږي.»

هغه زیاتوي: «يو مسير اوس په درېيو مسيرونو بدل شوی، مجبور يو چې د ۵۰ افغانۍ کرايې پر ځای ۷۰ افغانۍ ورکړو، زما غوښتنه دا ده چې د ميدان‌ښار اډه دې بېرته خپل پخواني ځای ته ولېږدوي؛ ځکه زه خپله سهار اته بجې حاضري لرم او اته بجې خپلې حاضرۍ ته ځکه نه شم رسېدی چې زه به لومړی په قلعه‌حیدرخان کې کوزېږم، بیا به له قلعۀ‌حیدرخانه ځم کمپنۍ ته، بیا له کمپنۍ ځم کوټې‌سنګي ته او بیا به له کوټې‌سنګي ځم د وظيفې ځای ته؛ څو چې زه هلته رسېږم، غيرحاضرېږم.»

د ميدان‌ښار د اډې منشي سيدحکيم وايي، له کوټې‌سنګي، قلعه حيدرخان ته د اډو لېږد، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي، هغه زیاتوي: «ما څو څو ځله د ټرانسپورت له رييس سره د خلکو دا ستونزه شریکه کړه چې يو مسافر نه شي کولای لس کيلومټره فاصله په درېيو موټرو کې طی کړي، مسافر لومړی له ښاره راځي کوټې‌سنګي ته، له هغه ځايه کمپنۍ، له هغه ځايه قلعه حيدرخان ته او بيا له هغه ځايه ميدان‌ښار ته؛ فکر وکړه يو مسافر چې د کابل له ښاره تر ميدان‌ښاره ځي نو اړ دی چې ۱۵۰ افغانۍ کرايه مصرف کړي؛ په داسې حال کې چې له کوټې‌سنګي تر ميدان ښاره ۷۰ افغانۍ کرايه ده.»

د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکی جانان د قلعه‌حیدرخان په اډه کې وویل، شاوخو څلور ساعته موټر ته په تمه دی، خو سپرلي نه دي ورته پیدا شوي؛ ځکه موټرچلوونکي پخوانۍ اډه کې «په قاچاقي اوغیرقانوني ډول» سپرلي پورته کوي او نوې اډې ته څوک نه ورځي.

هغه وايي، که له چا سره ناروغ وي، ماشومان او يا ښځې وي نو سخته ده چې په درېیو، څلورو موټرو کې ځان تر قلعه‌حيدرخانه ورسوي.

مومن‌خان چې له کابله د میدان‌وردګو تر سیداباد ولسوالۍ موټر چلوي هم وايي، د قلعه‌حیدر اډې ته ډېر کسان نه ورځي؛ ځکه له پخوانۍ اډې په نورو موټرو کې ځي.

قلعه‌حیدرخان کې د ميدان‌وردګو د ټولو ولسواليو د موټرو منشي حکمت‌الله وویل: «تر ټولو غټ مشکل دا دی چې دلته بالکل سواري نه راځي، سواري‌والا چې دلته راځي او تر سیداباد پورې ۲۰۰ افغانۍ کرايه ورکوي، ولې له ښکته ځایه (کوټې‌سنګي او کمپنۍ) په نورو موټرو کې په ۱۵۰ افغانۍ ولاړ نه شي.»

هغه وویل، په نوې اډه کې د سیداباد شاوخوا ۷۰ موټر ولاړ دي، خو د مسافرو کمښت له امله تر اوسه (له غرمې وروسته) پنځو موټرو ته سپرلي پیدا شوي؛ په داسې حال کې چې له پخوانۍ اډې هره ورځ شاوخوا ۶۰ موټره مسافر په ناقانونه ډول لېږدول کېږي، چې باید مخه یې ونیول شي.

له کابل څخه غزني ته تلونکي مسافر هم ورته شکايتونه کوي.

یوسف‌خان – چې شاوخوا نهه کاله یې د کابل – غزني پر لار موټر چلولی- وايي: «په لومړيو کې یې چې دلته اډه رالېږدوله هم موږ خوښ نه و، خو هغوی [مسوولینو] موږ ته ویلي وو چې هلته [زړه اډه کې] کسان دروي چې څوک ناقانونه سپرلي پورته نه کړي؛ خو اوس له پخوانۍ اډې او د دشت‌برچي موټرچلوونکي په ناقانونه ډول سپرلي پورته کوي او قلعه‌حيدرخان ته څوک نه راځي.»

یاد کسان له اسلامي امارته غواړي چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې په پټه له پخوانیو اډو سپرلي لېږدوي او يا دې پخوانۍ اډې بېرته فعالې کړي.

خو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وياند امام‌الدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، ياد وزارت په ښار کې د ولایتونو د موټرو ګڼې ګوڼې د کمښت، د ټولو ولایتي اډو لپاره د ځانګړو ځایونو د مشخصولو، د مسافرو لا مصوونیت او ښاري ټرانسپورټ د فعالېدو او تنظيم په موخه «د ښاري تنظیم» طرحه جوړه کړې چې د ریاست‌الوزرا له خوا تایید شوې هم ده او له مخې یې باید ټولې د ولایتونو اډې د کابل ښار څنډو ته ولېږدول شي.

هغه زياتوي، د ختيځو ولایتونو اډه پلچرخي، د شمالي ولایتونو اډې د خيرخانې کوتل، د سوېلي ولایتونو اډې سنګ‌نوشتې سیمه ته لېږدول شوي او په پام کې ده چې د لوېدیځو ولایتونو لپاره اډه د ارغندې سیمې ته ولېږدول شي.

هغه وایي، د اوس لپاره د لوېدیځو ولایتونو د کوچنيو موټرو لپاره موقتي اډه په قلعه حيدرخان کې جوړه شوې او د لویو مسافروړونکو موټرو اډه تر اوسه په هماغه پخوانی ځای (کمپنۍ) کې ده.

هغه زیاته کړه چې په ارغندې سيمه کې د لوېدیځو ولایتونو د موټرو ترمينل لپاره شاوخوا ۶۰۰ جريبه دولتي ځمکه په پام کې نيول شوې ده.

احمدي د خلکو د هغو شکايتونو په اړه – چې قلعه حیدرخان ته د اډې لېږد له ستونزو سره مخ کړي او نوې اډې ته ځکه څوک نه ورځي چې ځیني موټرچلوونکي له پخوانیو اډو سپرلۍ لېږدوي، وویل: «موږ د کرايې لايحه څلور ځله تغيیر کړې، د لايحې مطابق موږ د کرايې اعظمی حد ټاکلی؛ خو کله چې مسافر کم وي، نو موټرچلوونکي رقابت کوي او له ټاکل شوي حد څخه ټيټه کرايه اخلي، دا خو موږ نه دي ورته ويلي؛ موږ اعظمي حد ورته ټاکلی چې تر دې به کمه اخلې او لوړې نه شي اخيستی.»

دغه راز نوموړی زياتوي چې له کوټې‌سنګي تر کمپنۍ او له هغه ځایه تر قلعه‌حيدرخانه ملي بسونه فعال شوي او خلک کولای شي چې په پنځه او يا هم لس افغانۍ تر قلعه‌حيدرخانه ولاړ شي.

احمدي زياته کړه: «کومې ستونزې چې تاسو کتلې دي، دا ستونزې به ټولې موږ له ځانه سره نوټ کړو، په دې باندې به اقدام وشي عاجل، دا ټول غير اصولي دي… د دې لپاره چې د يادو ستونزو مخنیوی وشي، موږ نظارتي ټيم لرو، د شکايتونو شمېرې مو فعالې کړې او بار، بار مو د رسنیو او خپلو ټولنيزو شبکو له لارې اعلان کړې؛ ان‌شاءالله چې د ستونزو مخينوي لپاره به جدي اقداماتو وکړو.»

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version