Pajhwok Afghan News

د کندهار سوداګر: له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې ته چمتو یو

کندهار (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د کندهار ولایت د سپين‌بولدک ولسوال وايي، پاکستان د ټولو اسلامي او نړۍوالو اصولو خلاف په زور او ظلم افغان کډوال را وباسي.

د سپین‌بولدک ولسوال ملا عبدالله بشیر پرون له یو شمېر سوداګرو او نورو مسوولینو سره یو ځای د ډیورنډ فرضي کرښې صفري برخې ته تللی و او له پاکستانه راستنو شوو افغان کډوالو سره د لیدنې پرمهال يې دغه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، پاکستان په دې کار سره پر افغانانو هیڅ ډول فشار نه شي راوړلای او افغانان په ورین تندي او خوشالۍ سره خپلو هېوادوالو ته ښه راغلاست وايي.

هغه وویل: «پاکستان په ډېر ظلم او استبداد سره افغانان را خارج کړل، موږ دلته ولیدل چې اولادونه له مور او پلار جدا شوي، ورور له وروه جدا شوی، دا د دغه ګاونډي ملک هغه ظلم او استبداد و چې نه نړۍوال قوانین دا ظلم منلای شي، نه یې اسلام منلای شي او نه یې بشردوسته ټولنې منلای شي.»

هغه وايي، پاکستان د افغان کډوالو په ایستلو سره غواړي چې پر افغان حکومت فشار راوړي.

دغه راز سوداګرو هم وویل، د بیرته راستنېدونکو افغانانو لپاره دوی هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او اوس هم هره ورځ زرګونو کسانو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ چمتو کېږي.

د سپين‌بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رییس محمدشفیق اڅکزي په دې اړه وویل: «موږ دلته د خپلو وروڼو هر ډول خدمت ته تیار یو، هغوی به هیڅ کله پر موږ بوج نه شي، موږ ډوډۍ او نور د اړتیا وړ توکې ورته برابروو او په دې کار موږ ډېر خوشاله کېږو.»

د احمدشاه خان په نوم یو بل سوداګر هم وايي، دوی د خپلو بېرته راستانه شوو وروڼو په خدمت نه ستړي کېږي او سوداګر د هغوی خدمت ته په نوبت انتظار کوي، څو خپلې مرستې ورته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «اوس به اوولس لکه مهاجر راځي چې همدومره دوه چنده وي، لا هم موږ په خپلو کورونو کې ځای ورکوو، موږ یې هر ډول خدمت ته په شپه او ورځ ولاړ یو، موږ خوشاله یو چې زموږ ځورېدلي افغانان د پاکستان له ظلم څخه راخلاصیږي، خپل جنتي هېواد ته راځي.»

راستانه شوي افغانان هم وایي، ډېر خوشاله دي چې هېواد ته راستانه شوي او دلته یې په ډېر قدر او عزت هرکلی شوی.

یو راستون شوی کس روزي محمد وايي: «دلته له خوشالۍ څخه داسې یم چې په کالو کې نه ځاییږم، هلته داسې ظلمونه راسره کېدل چې ښځې او ماشومان یې جیلو (زندان) ته کشول، ما خپله شپږ ورځې په جېل کې تېرې کړې، اوس به دلته ژوند جوړوو او حکومت باید همکاري راسره وکړي.»

د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو راتګ تېره ورځ د تېرې یوې اونۍ په پرتله کم وو او په راستنېدونکو کورنیو کې ډېری یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.

Views: 46

Exit mobile version