ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ژمي رانږدې کېدل؛ د کابل یو شمېر ښاریان: د سون توکو بیې لوړې دي، د پېرلو وس یې نه لرو

11 Nov 2023 - 14:31
11 Nov 2023 - 14:31

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۲): د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل ځیني ښاریان له اقتصادي ستونزو او د سون توکو له لوړو بیو شکایت لري او وايي چې د پېرلو وس یې نه لري؛ بل پلو، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم څرګندوي چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې پلور کم دی.

د کابل په شهید څلورلاره کې د لرګیو یوه پلورونکي عبدالحکیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خلکو اقتصادي ستونزو له امله یې د توکو په پلور کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه وايي، پخوا د کال په همدې وخت کې یې د ورځې تر ۲۰ خرواره لرګي پلورل خو اوس دا دی د لړم ۲۰مه ده، په ورځ کې تر درې خرواره لرګي نه پلورل کېږي.

نوموړي وویل چې سږ کال د ځينو سون توکو بیې لوړې شوې دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، نن د تېر کال د همدغه وخت په پرتله د یوه خروار ارچې لرګیو بیه له ۷۲۰۰ څخه ۸۰۰۰ افغانیو ته، د یوه خروار بلوط لرګيو بیه له ۷۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې دي.

خو نوموړي څرګنده کړه چې تېر کال د همدې وخت په پرتله نن د یوه ټن ناتصفیه ‌ډبرو سکرو بیه له ۹۰۰۰ څخه ۷۵۰۰ افغانیو ته، د بلوط سکرو اووه منه بوجۍ بیه له ۱۲۰۰ څخه ۱۰۰۰ افغانیو ته او د یو ټن ارې بورې بیه له ۹۰۰۰ څخه ۷۰۰۰ افغانیو ته ټیتې شوې دي.

عبدالحکیم د ډبرو سکرو او ارې بورې بیو ټیټېدو په اړه وویل: «د ډبرو سکرو بیې له دې امله چې دولت تعرفه پرې کمه کړې او پاکستان ته یې صادرات کم شوي، ټیټې شوې خو د ارې بوره ځکه ارزانه شوې چې خلک بې‌وزله شوي او د پېرلو توان یې نه لري، له همدې امله هټۍوالو یې بیې ټیټې کړې دي.»

خو نوموړي د لرګیو د بیو لوړېدو په اړه وویل، د دې ترڅنګ چې د حکومت له لوري د ځنګلونو وهل منع شوي، ولایتونو ته غځېدلې لارې هم بندې دي، دغه دواړه مسئلې د لرګیو بیو لوړېدو لاملونه دي.

ورته مهال، د کابل ښار د تایمني په چمن ببرک سیمه کې د لرګیو یو پلورنکی جمشید هم د لرګیو بیو له لوړېدو یادونه کوي او وایي چې د تېر کال په څېر پلور نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «هیڅ پېرېدونکي نشته، ځیني پېرېدونکي چې دوستان او خپلوان یې له هېواده بهر ورسره د نغدو پیسو مرسته کوي، د خپلو کورونو ګرمولو لپاره لرګي اخلي، خو ډېری بېوزله خلک يې د پېرلو وس نه لري.»

هغه وايي چې د لرګیو بیې هم د تېر کال همدغه وخت په پرتله لوړې شوې؛ ځکه د حکومت له خوا د ځنګلونو وهل منع شوي دي.

د هغه په وینا، د لرګیو د هر خروار بیه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې؛ د مثال په توګه تېر کال یو خروار بلوط لرګي په ۸۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال په ۹۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ښاریانو اندېښنه

د کابل ښار د شهید څلورلارې اوسېدونکې سهیلا وايي: «راغلې یمه چې لرګي واخلم، په سختۍ مو پیسې ورته برابرې کړې دي.»

نوموړې له اقتصادي ستونزو کړیږي او وايي چې خاوند یې متقاعد ډګروال دی او له دوو کلونو راهيسې یې د تقاعد معاش نه دی اخیستی.

خو د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکی روح‌الله وايي چې د اقتصادي ستونزو او د لرګیو بیو لوړېدو له امله نه دی توانېدلی چې تر اوسه د ژمي لپاره سون توکي واخلي.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version