ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې کروندګر د پیازو بیې بې‌ساري ټیټېدو له امله اندېښمن دي

12 Nov 2023 - 11:35
ارشیف
12 Nov 2023 - 11:35

مزارشریف (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بې‌ساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د بلخ د کرنې مسوولین د بزګرو شکایتونه پر ځای بولي، وایي چې دا ستونزه یې له کرنې وزارت سره شریکه کړې او د حل په تمه يې دي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د کوشک کلي یوه بزګر امید پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر ۱۰ جریبه ځمکه یې پیاز کرلي او له سږنیو حاصلاتو یې خوښ دی.

 خو هغه وایي چې سږ کال یو من پیاز په ۴۰ افغانۍ دي په داسې حال کې چې تېر کال یو من پیاز په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

نوموړي وویل: «سږ کال د پیازو حاصلات ښه دي، خو بیه یې د تېر کال په پرتله لس برابره ټیټه شوې چې تر ډېره له زیان سره مخ یم.»

دغه راز، د بلخ ولسوالۍ د تخته پل کلي یوه بل کروندګر محمدطاهر وویل چې تېر کال د پیازو بیه ښه وه نو ده هم سږ کال پر خپله ځمکه پیاز وکرل خو بیه يې ډېره ټيټه شوه.

 هغه وایي: «پیسې مې پور کړې، په ۱۰ جریبه ځمکه مې پیاز وکرل، اوس حیران یم چې د خلکو پور څنګه ورکړم.»

هغه له حکومته غواړي چې د دوی د محصولاتو لپاره دې بازارموندنه وکړي او یا هم دې د ولایت په کچه لویې سړې خونې جوړې کړي، څو بزګر خپل حاصلات وساتي او په موقع یې بازار ته وړاندې کړي.

دغه راز، د بلخ ولایت یو بل کروندګر کبیر هم وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د پیازو بیه څو برابره ټېټه شوې دي.

هغه وایي، تېر کال د یو من پیازو بیه ۴۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال یې بیه ۴۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

محمدطاهر له کرنې ریاسته غوښتنه کوي چې له کروندګرو سره د سرې، درملو او اصلاح شوو تخمونو په برخو کې مرسته وکړي او هم په دغه ولایت کې سړې خونې جوړې کړي.

بلخوا، د بلخ کرنې ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي د کروندګرو شکایتونونه پر ځای بولي او وایي، د پیازو د ټيټې بیې لامل په دغه ولایت کې له حده ډېر د پیازو کرل دي چې تېر کال لږ او سږ کال ډېر کرل شوي دي.

د عظیمي په خبره، د بلخ کرنې ریاست د یادې ستونزې د هواري په موخه له کرنې وزارته او له موسسو په دغه ولایت کې د سړوخونو جوړولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه دا کار عملي شوی نه دی.

د بلخ د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي چې شاوخوا ۳۰ زره متریک ټنه حاصل یې ورکړی، په داسې حال کې چې تېر کال پر ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي وو او شاوخوا ۲۰ زره متریک ټنه یې حاصل ورکړی و.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version