ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د غره بوټو قاچاق په اړه اندېښنه؛ مسوولین: د یو شمېر بوټو نسل مخ په ورکېدو دی

13 Nov 2023 - 18:03
13 Nov 2023 - 18:03

فیض‌اباد (پژواک،۲۱ لړم ۱۴۰۲): بدخشان کې مسوولین وايي، د ‎ایله رنګ (یو طبي بوټی چې په بدخشان کې ډېر پیدا کېږي) نسل مخ په ورکېدو دی؛ ځکه ډېرو خلکو یې وهلو ته مخه کړې ده.

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، د بې وزلۍ له امله خلکو د دغه بوټي راټولولو ته مخه کړې چې د ورځې هر کس د دوه منو په شاوخوا کې ایله رنګ – چې په مختلفو نومونو لکه حاشیک هم نومول کېږي- له غره راټولوي، یو من (اووه کیلو) یې په شاوخوا ۵۵۰ افغانیو خرڅوي او ښه عاید ترې ترلاسه کوي.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس قاري فیض‌الرحمن ابراهیمي په دغه ولایت کې چاپېریالي ستونزې مني او وايي چې دوی د ولایت مقام او نورو ملکي او نظامي بنسټونو ته په مرکز او ولسوالیو کې د هر ډول بوټو د وهلو او د وحشي او دریايي ژویو د ښکار بندیز په اړه د ریاست‌الوزرا حکم رسولی، خو تر اوسه جدي نه دی نیول شوی.

هغه زیاتوي په داسې حال کې چې دغه بوټی مخ په ورکېدو دی، یو شمېر سوداګر یې د راټولولو لپاره ډېرې کمې پیسې ورکوي او که جدي پاملرنه ورته ونه شي، د غره نورو بوټو او چاپېریال ته به لوی خطر وي.

هغه وايي: «د چاپېریال ساتنې اداره یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده او له اجراییه بنسټونو غواړو چې د ځنګلونو قطع کولو، د طبي بوټو، د وحشي حیواناتو او دریايي ژویو د له منځه وړلو مخه ونیسي، له دې پرته به په بدخشان کې د چاپېریال ساتنې ستونزې زیاتې شي.»

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري قطب‌الدین دهنوي وايي، دوی هم د بدخشان ولسوالیو ته د مکتوب په لېږلو د طبي بوټو وهل او ځنګلونو قطع کول منع کړي او په ولسوالیو کې یې د کرنې مدیرانو ته ویلي چې نظارت ترې وکړي او د طبي او صنعتي بوټو د ټولولو اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه، د طبي بوټو او ځنګلونو پرې کول د انسانو د نسل انقراض لامل کېږي او باید جدي مخنیوی یې وشي، له دې پرته د قانون له مخې له مجرمینو سره چلند کېږي.

مسوولین وايي چې ایله رنګ طبي او صنعتي بوټی دی چې د بدخشان په ډېرو ولسوالیو کې شته، خو په خاش، جرم، یګمان، کران او منجان ولسوالیو کې دغه بوټی ډېر راټولېږي.

د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالفرید وايي: «د بې‌کارۍ له امله ‎د ایله رنګ راټولولو لپاره هره ورځ له ملګرو سره غره ته ځم او هر څوک له یوه من ډېر دغه بوټی راټولوو، یو من یې په ۶۰۰ افغانيو پر سوداګرو چې ډېر یې د بدخشان دي، خرڅوو او هغوی دغه بوټی په کاماز موټرو کې نورو ولایتونو او د هېواد مرکز ته وړي.»

هغه چې پوهېږي د غره بوټو راټولول ښه کار نه دی، وايي چې مجبور دی او د اقتصادي ستونزو له امله دغه کار کوي.

د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی احمدفهیم وايي: «موږ هره ورځ د حاشیک بوټي د پېر او پلور شاهدان یو، خو ناوړه چاپېریالي وضعیت اندېښمن کړي یو.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د چاپېریال د ککړتیا، د سېلابونو راوتلو او غرونو ښویېدو د مخینوي په موخه د طبي بوټو او ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسي څو په راتلونکي کې د سترو طبیعې پېښو شاهدان نه وو.

هغه زیاتوي چې په روان کال کې دوه ځله دغه ولایت ته د شمالي ولایتونو د خاورو او دوړو موج راورسېده چې عمده لاملونه یې د شنو ساحو له منځه وړل او د ځنګلونو او بوټو قطع کول دي.

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version