ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسټرالیا سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو د کرکټ نړۍوال جام پای لوبې ته لاره  پیدا کړه

16 Nov 2023 - 21:42
16 Nov 2023 - 21:42

اټلانټا (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې اسټرالیا سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې لاره پیدا کړه.

د نړۍوال جام دویمه نیمه پای لوبه چې د لړم په ۲۵مه، د هند په کلکتې ښار کې ترسره شوه، پچه یې سویلي افریقې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ددې میدان ویشتنځاي یا پېچ چې د تېزو توپ اچوونکو لپاره ګټور و، د اسټرالیا تیزو بالرانو ترې ښه استفاده وکړه او تر ۴۰ منډو پورې یې د سویلي افریقا څلور مهم لوبغاړي وسوځول، خو وروسته میلر او کلاسن د سلو منډو ملګرتیا و کړه، خو ددوی سوځېدلو سره د سویلي افریقا نور هم لوبغاړي هم په وقفه یي ډول وسوځېدل.

سویلي افریقا په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو د ډېویډ مېلر دسلیزې پر مټ ۲۱۲ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لوبډلې پیل هم ښه نه و، خو وروسته یې لوبغاړو په حوصلې لوبه وکړه او یاد هدف یې په اته څلوېښتم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

دغې بریا سره اسټرالیا د دغه نړیوال جام پای لوبې ته لاره پیدا کړه چې د شنبې په ورځ به له هندوستان سره ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې اسټرالیا تر اوسه پنځه ځلې او هند دوه ځلې د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جامونه ګټلي دي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version