ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلو نړۍوال جام نیمه پای لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

8 Feb 2024 - 21:41
8 Feb 2024 - 21:41

اټلانټا (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلو یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

تر دې مخکې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې هند کوربه هېواد سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره موندلې وه، پای لوبه به د اسټرالیا او هند ترمنځ ترسره شي.

دا سیالۍ د سویلي افریقا په کوربه توب روانې دي، خو دغه هېواد له سیالیو څخه لا دمخه وتلی دی.

اسټرالیا د دویمې پای لوبې پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه،  د پاکستان توپ وهونکو سمه لوبه ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۷۷ منډو وسوځېدله.

د اسټرالیا ۱۹ کلنو لوبډلې یاد هدف له یوې سختې او په زړه پورې مقابلې وروسته په پنځوسم اوور کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version