ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر نړۍوال جام ته د لارموندنې دویم پړاو سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

16 Nov 2023 - 22:41
16 Nov 2023 - 22:41

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې د دویم پړاو سیالیو په یوه لوبه کې قطر افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د لړم په ۲۵مه، د شپې ناوخته د قطر په الخلیفه نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې په دې لوبه کې قطر  افغانستان ته اته پر یوه ګول ماتې ورکړه.

د یادونې ده، په دغه پړاو کې به د افغانستان فوټبال ملي لوبډله خپلې دوه نورې لوبې له کویټ او هند سره ترسره کړي.

د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه د لړم په ۲۳مه  قطر ته تللې ده.

 

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version