ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

25 Nov 2023 - 17:36
25 Nov 2023 - 17:36

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): تېره اونۍ ا.ا مسکو کې د ځینو افغان سیاستوالو د ناستې په تړاو اعتراض وکړ او یوه ایراني چارواکي ویلي چې له داعش سره د مبارزې لپاره د افغانستان او سیمې ترمنځ امنیتي همکاریو ښه پایله لرلې ده.

 د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان د اوسني حکومت ځینو مخالفو سیاستوالو د مسکو په غونډه کې پر امریکا او د دوحې پر تړون نیوکې وکړې.
  • ا.ا مسکو کې د یادې ناستې په تړاو روسيې ته اعتراض کړی.
  • یو ایراني چارواکی: له داعش سره د مبارزې لپاره د افغانستان او سیمې ترمنځ امنیتي همکاریو ښه پایله لرلې ده.
  • بېلابېلو سرچينو له افغانستان سره ۱۵.۵ میلیون يورو مرسته وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، ننګرهار کې يوې چاودنې درې کسان ټپيان کړي او په همدغه ولايت کې يو تن، له يو کس سره د تیلفوني اړیکو په تور، خپله نګور په ډزو ويشتلې او هغه کس يې ټپي کړی دی.

چارواکي وايي، کندهار کې د یوې پخوانۍ سرګلولې په چاودنه کې يوه ځوان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل تن ټپي شوی.

دغه راز د میدان‌وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دغه ولایت د چک ولسوالۍ د شفیق‌الله په نوم د یوه اوسېدونکي مړی موندل شوی او د دغه کس کورنۍ وایي چې شفیق‌الله مخکې په کورنیو چارو وزارت کې دنده لرله.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو فاریاب کې يوه مېرمن او هرات کې د اهل تشیع دوه دیني عالمان په ډزو وژلي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د مسکو غونډه

تېره اونۍ په مسکو کې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو او د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون، «افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ» تر سرلیک لاندې ناسته ترسره شوه.

دغه یوه ورځنۍ غونډه په مسکو کې د عدالت ګوند د عدالت نړۍ د انسټیټوټ له لوري جوړه شوې وه.

د غونډې ځینو افغان ګډونوالو پر امریکا او د دوحې پر تړون نیوکې وکړې. د غونډې موخه افغانستان کې د یوه ټول‌ګډون بهیر رامنځته کېدل ښودل شوي دي.

مسکو کې د ایران سفارت مستشار په یاده غونډه کې ويلي: «د طالبانو مبارزه د داعش له ترهګرې ډلې سره ده، د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او سیمې ترمنځ امنیتي همکاریو ښه پایله ورکړې، د دې ډلې ځینې مشران له منځه تللي او فعالیتونه یې محدود شوي دي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ويلي: «ځیني هېوادونه غواړي چې ځیني پخوانۍ څېرې بېرته راژوندۍ کړي او فتنه رامنځته کړي. موږ روسیې ته خپل اعتراض هم کړی، هغوی باید د نورو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

د پاکستان ادعا او د افغانستان غبرګون

د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا تور پورې کړی چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر دوی بریدونه تنظیموي، هغه ویلي: «افغان طالبان ډېر ښه پوهېږي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي د پاکستان خلاف له کوم ځایه عملیات کوي، اوس باید افغان طالبان دا پرېکړه وکړي چې د ټي‌ټي‌پي خلک موږ ته سپاري او که خپله یې پر وړاندې عملیات کوي.»

 خو ذبیح‌الله مجاهد د کاکړ یادو څرګندونو غبرګون کې پژواک خبري اژانس ته ویلي: «موږ دا ادعا ردوو، په افغانستان کې داسې څوک نه شته چې هغه پاکستان ته ګواښ پېښ کړي او موږ داسې چا ته اجازه هم نه ورکوو، د افغانستان خاوره د هغوی پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدو، ولې پاکستانیان باید په خپله خاوره کې امنیت ته خپله متوجه شي.»

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ، جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیون یورو، ایرلنډ ۵۰۰ زره یورو او اروپایي ټولنې بیا له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړې.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version