ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

25 Nov 2023 - 14:51
25 Nov 2023 - 14:51

خوست ښار (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د خوست په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۶ کلنه شخړه او دښمني په دوستۍ بدله شوه.

دا دوې کورنۍ د دغه ولايت د عليشېرو تريزيو ولسوالۍ اړوند د تورو اوبو سيمې اوسېدونکې دي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې ياده ۲۶ کلنه دښمني ختمه شوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي، د عاشورخان او شېروزخان کورنيو ترمنځ په شخړه کې چې سره خپلوان هم دي يو تن وژل شوی دی.

د دې شخړې يوه هواروونکي الف خان پژواک خبري اژانس ته وويل، دا شخړه ۲۶ کاله مخکې د ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، د يادې شخړې په پايله کې د عاشورخان د کورنۍ له خوا د شېروزخان زوی وژل شوی و.

هغه زياته کړه، د قومي مشرانو د زياتو هلوځلو وروسته د شېروزخان کورنۍ غړو د عاشورخان کورنۍ وبښله او ترمنځ يې دا اوږده دښمني په دوستۍ بدله شوه.

هغه وايي: «موږ ډېرې زياتې هلې‌ځلې په دې خاطر وکړې چې دا خلک بيا له مشکل سره مخ نه شي، بلاخره د خدای پاک رحم و، الله پاک په دې کې خير او برکت واچولو چې دا دواړه جانبه د قاتل او مقتول کورنۍ مو د سولې ټغر ته راوستلې. نن ډېره د خوشحالۍ ورځ ده چې دوی موافقې ته ورسېدل.»

بلخوا د عاشورخان او شېروزخان د کورنيو غړي هم خوښ دي چې ترمنځ يې دا اوږده شخړه او دښمني په دوستي بدله شوه.

هغوی وايي، د تېرو ۲۶ کلونو په جريان کې يې ډېرې ستونزې او مشکلات وګالل نو نور نه غواړي چې خپل او د خپلو اولادونو ژوند خراب کړي.

د شېروزخان د کورنۍ يوه غړي وزيرخان له نورو هغو کورنيو د روغې جوړې غوښتنه وکړه چې په خپلو منځونو کې شخړې او دښمنۍ لري.

هغه وايي: «بيخي ډېره سختي او خفګان و، مشکل و، يو او بل ځای کډې کول وو، خو ډېره سختي وه. بس د ټول افغانستان له خلکو مو دا خواهش دی چې دا ډول مشکل ولري باید حل يې کړي. له مشرانو او کليوالو نړۍ مننه کوم.»

ورته مهال د مقابل اړخ د کورنۍ يوه غړي حاجي الرحمن هم پژواک اژانس ته وويل، خوښ دی چې له خپلوانو سره يې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه او دښمني حل شوه.

نوموړي خپلو خبرو کې له نورو خلکو هم وغوښتل چې يو بل ته عفوه وکړي او خپلې ستونزې او لانجې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه زياته کړه: «دا مشکل د ۲۶ کلونو مخکې و، نن د سپينږيرو، علماوو او مشرانو په هلوځلو الحمدالله حل شو. عفوه خدای پاک خوښه کړې ده، نو موږ هم عفوه وکړه. د ځمکې په سر شخړه وه، خو الحمدالله نن هواره شوه او زه ډېر خوښ يم.»

د ځينو معلوماتو له مخې خوست ولايت کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او د حکومتي مسوولينو په منځګړيتوب شاوخوا ۴۰ لويې او وړې شخړې او دښمنۍ حل شوې دي.

Views: 819

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version