ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډی ځيني اوسېدونکي د خوراکي او غیر خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي

29 Nov 2023 - 17:35
29 Nov 2023 - 17:35

نیلي (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي او له حکومت غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

هغوی وایي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر له ټيټېدو سره، د دغه ولایت په بازارونو کې د توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی، په داسې حال کې چې د ډالر له لوړېدو سره بازار کې د توکو بیې لوړېږي.

د دایکنډي یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې د نورو ولایتونو په نسبت لوړې دي او خلک د خپلو لومړنیو خوراکي توکو برابرولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «کله چې ډالر لوړېږي دوکانداران بیې لوړوي، خپل توکې له مخکنۍ بیې په لوړه پلوري، کله چې ډالر ټيټېږي د خوراکي او نورو توکو بیو کې هیڅ تغییر نه راځي.»

دی له اړوندو ادارو غواړي چې پر بازار جدي څارنه ولري.

د نیلي ښار یوه بل اوسېدونکي سرور پژواک ته وویل: «مخکې چې ډالر له ۸۵ افغانیو لوړ و، یوه بورۍ اوړه مو په ۱۸۰۰ افغانۍ اخیستل، اوس چې ډالر ۷۰ افغانیو ته رسېدلی دوکانداران یې اوس هم په هماغه بیه پلوري.»

بلخوا، په نیلي ښار کې یوه دوکاندار مولاداد وویل چې نورو ولایتونو ته د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو له امله په دغه ولایت کې د توکو بیې لوړې دي.

هغه وویل چې دوی ټول توکي له کابل، غزني او نورو ولایتونو پېري او دایکنډي ته یې لېږدوي او د هغو د لېږد لګښت ډېرېږي، نو له همدې امله مجبور دي چې په لوړه بیه یې وپلوري.

هغه زیاته کړه، ډېر اجناس له داخلي شرکتونو پېري، د دوی پېر او پلور په افغانیو دی او د ډالرو له تغییراتو سره هیڅ تړاو نه لري.

نوموړي وویل: «ځيني جنسونه چې په ډالرو پېرل شوي وي کله چې ډالر ټيټ شي، که موږ یې په ټيټه بیه وپلورو تاوان کوو، ځکه چې موږ په لوړه بیه اخیستي وي.»

په ورته وخت کې د نیلي د ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ډالر او افغانۍ ارزښت ثابت نه دی او د تغییر په حال کې دي، خو دوی په جدي ډول له بازاره نظارت کوي.

د نیلي ښاروال محمد یونس غورځنګ وویل چې دوی هره ورځ له بازاره نظارت لري او اجازه نه ورکوي چې دوکانداران په لوړه بیه توکې وپلوري او احتکار وکړي.

د هغه په خبره، سوداګر نه غواړي چې د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو له امله په دغه ولایت کې پانګونه وکړي نو له همدې کبله دلته نسبت نورو ولایتونو ته بیې لږ لوړې دي.

هغه وویل، که د دایکنډي سړکونه په معیاري ډول جوړ شي د توکو بیې ټيټېږي او د خلکو نورې ستونزې به هم هوارې شي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version