ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې مالداران د څارویو خوراکي توکو پر کموالي اندېښنه څرګندوي

24 Dec 2023 - 12:58
24 Dec 2023 - 12:58

قلعۀ‌نو (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): بادغیس کې ځیني مالداران په داسې حال کې په ژمي کې د څارویو خوراکي توکو کموالي له امله اندېښنه ښيي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، مالدارانو ته یې د څارویو ۲۵۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او زیاتوي چې دغه ډول مرستې به دوام ولري.

د دغه ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یو مالدار عبدالبصیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۸۰۰ پسونه لري او له همدې لارې د خپلې کورنې اړتیاوې پوره کوي.

نوموړی په ژمي کې د څارویو خوراکي توکو کموالي ته اندېښمن دی.

هغه چې نږدې لس کاله کېږي مالداري لري وایي چې د حکومت او مرستندویه موسسو له خوا د نه ملاتړ له امله به یې سږ ژمی څاروي تلف شي.

عبدالبصیر له حکومت او مرستندویه موسسو غوښتنه کوي څو له دوی سره مرسته وکړي او څارویو لپاره خوراکي توکي ورکړي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه له ما سره د دولت له خوا هيڅ مرسته نه ده شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې دولت له موږ سره مرسته وکړي څو څاروي مو په ژمي کې تلف نه شي.»

ورته مهال، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې یو مالدار نوراحمد هم ورته شکایت لري او وایي چې سل پسونه لري خو هغو ته د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.

هغه له حکومت او مسوولو بنسټونو وغوښتل څو مالدارانو ته پاملرنه وکړي او د څارویو خوراکي توکي پرې ووېشي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال واښه نشته، موږ باید خپلو څارویو ته ډېر څه ورکړو، دا چاره د دې لامل شوه چې د هغو خوراکي توکي ژر تمام شي، له دولته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، که مرسته ونه کړي، څاروي به مو په ژمي کې له منځه ولاړ شي.»

دغه راز بادغیس کې د چارو پوهان مالداري د دغه ولایت د اوسېدونکو یو مهم شغل بولي او د فصلي بارانونو نشتوالی د وښو نه شنه کېدو او وچکالي د بادغیس مالدارانو یوه لویه ستونزه یادوي.

د بادغیس پوهنتون استاد عبدالرسول کریمي وایي چې مالدارانو ته باید د کنجارې او وښو د وېش ترڅنګ د بحران مدیرت برخه کې د پوهاوي پرواګرمونه جوړ شي.

هغه وایي: «دولت باید اوس مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي لکه واښه او کنجاره ورکړي، باید هغوی ته وروښودل شي چې کله واښه ډېر وي، هغه څنګه ذخیره کړي څو په ژمي کې یې له کمښت سره مخ نه شي.»

له دې ټولو سره د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي.

د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست رازمحمد ذاکر پژواک ته وویل چې دغه ریاست د څارویو ۲۵۰ ټنه  خوراکي توکي په مرکز او ولسوالیو کې مالدارانو ته وېشلي دي.

هغه وویل چې په راتلونکي کې هم تصمیم لري څو د مالدارانو ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «موږ تر اوسه مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي وېشلي، واکسین مو هم ورکړی او حیواني کلینیک مو جوړ کړی، هڅه کوو چې په راتلونکي کې له مالدارانو سره ډېره مرسته وکړو.»

د یادونې ده، د دغه ولایت ډېر اوسېدونکي په مالدارۍ او بزګرۍ بوخت دي او له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version