ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ دویمه تمریناتي لوبه کې هم اماراتو ته ماته ورکړه

28 Dec 2023 - 03:28
28 Dec 2023 - 03:28

اټلانټا (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې هم متحده عربي اماراتو ته ستره ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دا لوبه چې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، ملي لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۹ منډې وکړې او اماراتو ته یې د ۲۵۰ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري شرف‌الدین اشرف ۶۳، بهیرشاه محبوب ۶۲ او رحمت‌شاه ۳۳ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۴ منډو وسوخېده، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۹۵ منډو په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان له لوري فرید ملک او شرف‌الدین اشرف درې درې او قیس‌احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

اشرف د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

له دې مخکې افغانستان په لومړۍ تمریناتي لوبه کې هم اماراتو ته ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې د جمعې په ورځ د افغانستان او اماراتو ترمنځ د درېیو  شل اووریزو  لوبو لړۍ پیل شي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version