کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ایلیون کرکټ لوبډلې په دویمه تمریناتي لوبه کې د اماراتو ایلیون لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
کرکټ بورډ نن (دوشنبه) په خپله فیسبوکپاڼه کې ليکلي چې په دغه لوبه کې افغان ایلیون لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.
سرچينه کاږي، افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې. په دغه لوبه کې محمد نبي ۹۰، رحمتشاه ۷۱ او اکرام عليخېل بیا ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
سرچينه زياتوي، دغهراز د اماراتو ایلیون لوبډلې بیا یاد هدف پوره نه کړای شو او په ۳۵م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۰۲ منډې يې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۵۵ منډو په توپیر افغان ایلیون لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې یمین احمدزي ۴، مجیبالرحمن، نور احمد لکڼوال او ګلبدین نایب بیا د اماراتو د ایلیون لوبډلې دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
دغهراز تېره ورځ هم افغان ایلیون لوبډلې د اماراتو الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د درېیو راتلونکو یو ورځنیو سیالیو ته د چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه.
Views: 130
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن