بامیان (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د بامیان یو شمېر خلک او کارپوهان د ډبرو سکرو د ډېرې استفادې د منفي اغیزو له امله اندېښمن دي او وايي، د ډبروسکرو پروسس او کارول د تنفسي ناروغیو ډېرېدو او د چاپېریال ککړتیا لامل شوي دي.
بامیان کې د بامیکا لوړو زدهکړو موسسې رییس قدرتالله رها پژواک خبري اژانس ته وویل، په استوګنیزو سیمو کې د ډبرو سکرو کارول او پروسس د چاپېریال قانون او ښاري اصولو خلاف کار دی چې روغتیايي او چاپېریالي برخو کې د خطرناکو پایلو لامل کېږي.
د هغه په خبره، د باروړونکو موټرو ډېر تګ راتګ او د ډبرو له سکرو ډېره استفاده پر کرنې د منفي اغیزو ترڅنګ بېلابېلې تنفسي ناروغۍ هم رامنځته کوي.
نوموړي زیاته کړه، که د ککړتیا کمولو او ښار کې د ډبرو سکرو بارونکو مرکزونو لېږد برخه کې عملي کار ونه شي او جدي تدابیر ونه نیول شي، د سیمې اوسېدونکي به له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شي.
د بامیان پوهنتون د انجینیري پوهنځي استاد احمدرضا روستايي هم وايي، د دوامدارې پراختیا او د چاپېریال ککړتیا او روغتیايي ستونزو د مخنیوي په موخه چاپېریال ساتنې ته پاملرنه اړینه ده.
د هغه په خبره، د انرژۍ یو له هغو سرچینو چې تر ټولو ډېرې روغتیايي او چاپېریالي منفي اغیزې لري د ډبرو سکرو کارول دي.
هغه څرګنده کړه، فضا کې د کاربنډای اکسایډ چې د ډبرو سکرو سوځېدو له امله رامنځته کېږي، خپرېدل او هوا کې ډبرو سکرو مضره وړو ذراتو یا کاربن تیتېدل د دې لامل کېږي چې دغه ذرات د تنفس له لارې د انسان بدن ته داخل شي او د بېلابېلو ناروغیو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډبرو سکرو د برخې کارکوونکي په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته کېدو له امله شکایت کوي او په دې برخه کې کار ستونزمن بولي.
د بامیان د مرکز یو اوسېدونکی محرم علي په دې اړه وايي، نږدې دوه کاله کېږي چې د خپلې کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره د ډبرو سکرو پر بارولو چې یو ستونزمن کار دی، بوخت دی.
نوموړي زیاته کړه: «نږدې دوه کاله کېږي چې د ډبروسکرو بارولو برخه کې کار کوم، اوس د زړه پر ناروغي او تنفسي ناروغیو اخته شوی یم؛ څو ځلې روغتون ته لاړم خو بشپړ ښه نشوم او له درنو کارونو وروسته راته ساه لنډي او د سینې درد پیدا کېږي.»
ورته مهال، د بامیان د انتاني روغتون رییس ډاکټر فروغالدین امیني هم یاد روغتون ته د مراجعینو له ډېرېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې په دې وروستیو کې د ریزش مزمن حساسیتونه، زکام، د ستوني درد، سینه بغل او ساه لنډي ناروغۍ مخ په ډېرېدو دي.
د هغه په باور، د تنفسي ناروغیو ډېرېدو لومړنی لامل د موټرو دود، په کورونو، حمام او مرکزګرمیو کې د ډبرو سکرو کارولو له امله د هوا ککړتیا ده.
ډاکټر امیني څرګنده کړه، د ډبرو سکاره په بشپړه توګه کیمیاوي او سرطانزا مواد دي کله چې په فضا کې خپرېږي او انسان یې تنفس کوي، د سږو ریوي سیسټومونه او تنفسي شرایانونه تر اغېز لاندې راولي او د سږو سرطان رامنځته کېدو خطر ډېروي، ان تر دې چې د مرګ لامل هم ګرځي.
هغه دغه راز سپارښتنه وکړه چې سهار او ماښام کې دې له کور څخه بهر د ماشومانو او ډېر عمرلرونکو کسانو له تګ څخه مخنیوی وشي او د اړتیا په وخت کې له ماسک څخه کار واخیستل شي.
بلخوا، د چاپېریال ساتنې مسوولین د یاد خبر تایید ترڅنګ په دغه ولایت کې د هوا ککړتیا کمېدو لپاره له عملي اقداماتو خبر ورکوي.
د بامیان د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم دادفر وویل چې په دغه موسم کې د هوا ککړتیا یوه له اساسي ستونزو ده، ټول ښاریان په ځانګړې توګه متشبیثین مکلف دي څو د چاپېریال ساتنې قانون او ښاري اصول مراعات کړي.
هغه زیاته کړه چې د چاپېریال ککړتیا د مخنیوي لپاره د ډبرو سکرو د تخلیې او بارولو مرکزونه چې په ښاري او استوګنیزو سیمو کې یې شتون درلود، د دغه ولایت د مرکز اړوند «قرغنهتو» سیمې ته چې له ښار څخه لرې ده، لېږدول شوي دي.
دغه راز هغه ټینګار وکړ چې د چاپېریال ککړتیا کمولو او کنټرول لپاره د پلاستیک او کثافاتو سوځولو مخنیوي ترڅنګ د حمامونو او مرکزګرمیو ټولو مالکینو ته سپارښتنه شوې څو د تصفیې له ماشینونو کار واخلي، که نه جواز به یې لغوه شي.
نوموړي زياته کړه، د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د تېر کال سروې له مخې، د زرګونو کسانو سربېره چې د ډبرو سکرو په کېندلو، بارولو او پروسس برخو کې فعالیت لري، په باميان کې څه باندې ۵۰ زره کورنۍ له ډبرو سکرو ګټه اخلي.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن