ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د ممیزو پروسس شرکت: د ښځینه کارکوونکو ډېرېدو ترڅنګ مو روسیې ته د صادراتو کچه هم لوړه شوې ده

7 Jan 2024 - 15:32
7 Jan 2024 - 15:32

چاریکار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د پروان د ممیزو پروسس شرکت د ښځینه کارکوونکو ۷۸ سلنه ډېروالي او روسیې ته د صادراتو دوه چنده کېدو په اړه خبر ورکوي او د دغه شرکت کارکوونکې خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته پروان کې ۱۵ تولیدي شرکتونو بېرته فعالیت پیل کړی او دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ودې په موخه د دوی هڅې روانې دي.

د پروان د ممیز پروسس شرکت رییس علي‌جان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جمهورت پر مهال دغه شرکت کې ۱۵ ښځو او ۴۵ نارینه‌وو کار کاوه، خو اوس د ښځینه کارکوونکو شمېر ۸۰ او د نارینه کارکوونکو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

هغه د یاد شرکت د کارکوونکو ډېرېدو په اړه وویل: «دا چې امنیت ټینګ شوی او کار مو ښه دی، د کارکوونکو شمېر ډېر شوی دی.»

نوموړي زیاته کړه، د جمهوریت پر مهال یاد شرکت کې د ورځې دوه ټنه ممیز پروسس کېدل، خو اوس هره ورځ څلور ټنه پروسس کېږي.

هغه د یاد شرکت د کارکوونکو معاش په اړه وویل، هره ورځ ښځینه کارکوونکو ته دوه سوه او نارینه کارکوونکو ته ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.

علي‌جان وايي، مخکې به یې یوه میاشت کې روسیه ته ۳۰ ټنه ممیز صادرول خو اوس دغه اندازه ۶۰ ټنو ته رسېدلې ده.

هغه وویل، ممیز له کابل، پروان، کندهار او غزني ولایتونو پېري او وروسته له پروسس او بسته‌بندۍ یې روسیه ته صادروي.

کوم کسان چې یاد شرکت کې کار کوي خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د پروان د مرکز چاریکار ښار اوسېدونکې او د یاد شرکت یوه کارکوونکې سمیرا وايي، دغه شرکت د ښځو لپاره د کار غوره ځای دی.

هغې وویل: «دغه شرکت کې ډېرې کونډې ښځې کار کوي، ځینې کارکوونکې مېړونه لري خو بې‌کار دي او یا کار نشي کولای، ځینې ورونه نه لري، مجبورې دي چې کار وکړي او دا چې د کار زمینه ورته برابره شوې خوشحاله دي، د خپلو کورنیو لګښتونه خپله پوره کوي.»

سمیرا وايي چې د ټولنیزو علومو د لومړي ټولګي محصله وه، تر دویم امره پورې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړل کېدو له امله له زده‌کړو پاتې او د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله په یاد شرکت کې کار کوي.

هغې له اسلامي امارته وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د یاد شرکت بله کارکوونکې شفیقه وايي چې کونډه ده او د پنځه کلن ماشوم مسوولیت یې ور په غاړه دی.

یاده ۲۵ کلنه مېرمن چې له شپږو میاشتو راهیسې په دغه شرکت کې کار کوي، وايي: «خاوند مې د کرونا له امله مړ شو، تر دوو کلونو مې لیورونو راسره مرسته کوله، بیا ټول بې‌کار شول، اړه شوم چې د ممیزو پاکولو کار وکړم، ښې دي د ورځې دوه‌ سوه افغانۍ تر یوې اندازې زموږ ستونزې هواروي.»

د پروان مرکز «عبدي‌بادي» سیمې اوسېدونکی او د ممیزو پاکولو شرکت یو کارکوونکی محمدجابر وايي چې د جمهوریت په وخت کې یې موټر چلولو او له سیاسي بدلون وروسته وزګار شو، خو له یوه کال راهیسې په دغه شرکت کې کار کوي او خوښ دی چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري رازمحمد یاسر د پروان د ممیزو پاکولو شرکت د تولیداتو او کارکوونکو ډېرېدو ته په اشارې وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

د هغه په وینا، هغه پنځلس شرکتونه چې په یاد ولایت کې یې فعالیت درېدلی و، بېرته یې کار پیل کړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټوله کې ۳۵ تولیدي شرکتونه له یادې ادارې سره ثبت دي چې له دې ډلې ۲۵ شرکتونه فعال دي او څه باندې زر کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

یاسر زیاته کړه چې د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د یادو شرکتونو د کار د څارنې ترڅنګ د تولیدي شرکتونو د ودې لپاره ځیني پروګرامونه لري.

د هغه په وینا، پروان کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړېدل، په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې د یاد ولایت د تولیدي شرکتونو د تولیداتو معرفي کول، د تولید ودې لپاره د تولیدي شرکتونو جوړولو ته د پانګوالو هڅول او خلکو ته د کاري زمینې برابرول د یاد ریاست له پروګرامونو دي.

Views: 316

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version