ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت دې د سون‌توکو بیې کنټرول کړي

8 Jan 2024 - 17:36
8 Jan 2024 - 17:36

ایبک (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د سمنګان ځیني اوسېدونکي د ژمي په رارسېدو سره دغه ولایت کې د سون‌توکو په ځانګړې توګه د ډبروسکرو د بیو له لوړېدو شکایت لري او وايي، حکومت باید د دغو توکو بیې کنټرول کړي.

هغوی داسې مهال د سون‌توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي چې د دغه ولایت د ډبروسکاره د هېواد ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د ډبروسکرو او لرګیو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله بیې لوړې شوې، تېر کال یو من د ډبروسکاره په ۵۰ افغانۍ وو چې اوس یې بیه ۶۰ افغانیو ته رسېدلې، خو د ګاز او تېلو بیې د تېر کال په پرته ټیټې شوې دي.

د سمنګان یوه اوسېدونکي ادریس پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کاروبار نشتون له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یوو، تر اوسه مو د سون‌توکو د بیو لوړوالي له امله ژمي ته چمتووالی نه دی نیولی، له یو چا مې لږې پیسې قرض کړې چې نن پرې ذغال واخلم، کله چې بازار ته راغلم، د بیې لوړوالي له امله مې ونشو اخیستلی.»

نوموړی د سمنګان له مسوولینو د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي او وايي، دغه ولایت کې د ډبروسکرو کان شته، حکومت یې باید بیه کنټرول کړي څو ټول خلک د ژمي لپاره د ډبروسکاره وپېرلی شي.

د سمنګان د ایبک ښار یو رکشا‌چلوونکی فراح‌الدین هم د سون‌توکو د بیو له ډېروالي شکایت لري او وايي، هر کال به یې تر دې وخته موټر کې لسګونه کسانو ته سون‌توکي او لرګي لېږدول او په هغې پیسو به یې ځان ته هم سون‌توکي پېرل، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله کم خلک سون‌توکي پېري.

ورته مهال، سمنګان کې د سون‌توکو په ځانګړې توګه د ډبروسکرو یو شمېر پلورونکي هم د بیو د ډېروالي او د پلور کمېدو خبره کوي.

د سمنګان د ایبک د نوي ښارګوټي په بندر سړک د سون‌توکو یو پلورونکی، محمدنبي د پلور له نشتوالي شکایت کوي او وايي: «زه دلته د بادام، چهارمغزو او توتو لرګي او د ډبروسکاره پلورم، خو سږ کال دغه توکي د بیې لوړوالي له امله هیڅ بازار نه لري.»

هغه وویل چې یو من د بادامو لرګي په ۶۰ افغانۍ او یو من د ډبرو سکاره هم په ۶۰ افغانۍ پلوري چې سږ کال یې د لوړو بیو له امله څوک نه پېري.

د هغه په خبره، تېر کال د همدغو لرګیو بیه له ۴۶ تر ۵۰ افغانیو پورې وه او دغه راز د ښو ډبرو سکرو بیه هم له ۴۵ تر ۵۰ افغانیو پورې وه چې سږ کال د یوه من د ډبرو سکرو بیه له ۵۸ تر ۶۵ افغانیو پورې ده د دغو توکو لوړې بیې د پلور کچې په ټیټېدو کې اساسي رول لري.

نوموړی زیاتوي: «کله چې موږ ته خلک د خرید لپاره راځي، د ډبرو سکرو له لوړې بیې شکایت کوي په داسې حال کې چې د ډبرو سکاره خپله د سمنګان دي، دولت باید د بیو ټيټېدو ته توجه وکړي څو خلک هم وکولای شي چې خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې واخلي او موږ یې هم وپلور او ګټه وکړو.»

په ورته وخت کې د ایبک ښاروالۍ مسوولین د نرخپاڼو د وېش او دې ستونزې ته د رسېدنې خبره کوي.

د ایبک د ښاروالۍ مسوولین وایي چې دغه ریاست د سمنګان ولایت له مقام سره په همغږۍ د سمنګان اوسېدونکو د اقتصادي ستونزو ته د حل او سون‌توکو د بیو کنټرول په موخه څه باندې زره ټنه د ډبرو سکاره لیلام کړي دي.

د ایبک د ښاروالۍ استازی مولوي فدامحمد فرزام پژواک ته وویل چې د سمنګان د ډبرو سکرو له کانه یوازې د سمنګان اوسېدونکي استفاده نه کوي، بلکې نورو ولایتونو او هېوادونو ته هم صادریږي.

نوموړی زیاتوي: «که د ډبرو له سکرو په دوامدار ډول استفاده وشي، ښایي د هغو له کمښت سره مخ شو، نو کېدای شي د بیو لوړېدو یو عامل همدا وي.»

هغه د سون‌توکو د بیو کنټرول په اړه وویل چې د ایبک ښاروالۍ د بیو کنټرول او ساتنې په موخه د سون توکو پلورونکو لپاره مشخصې نرخپاڼې ورکړي او بازار کې د هغو مطابق پلورل کېږي.

نوموړي وویل چې د ایبک ښاروالۍ د سون‌توکو بیې مشخصې کړې که پلورونکي له نرخپاڼو سرغړونه وکړي، د ایبک ښاروالۍ به له ورسره قانوني چلند وکړي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version