ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د دوو ولایتونو شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

10 Jan 2024 - 14:44
10 Jan 2024 - 14:44

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): اروزګان کې د دوو ولایتونو د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اروزګان «مرکزي» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د اروزګان د بدني روزنې او ورزش امر حافظ نصیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون له لوري څلور ورځې مخکې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د اروزګان او زابل د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې پرون (د مرغومي ۱۹مه) پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې له دواړو ولایتونو درې – درې لوبډلو برخه اخیستې وه.

نوموړي دغه راز وویل چې یادې سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو، د لوبغاړو ترمنځ د ښو اړیکو جوړولو او تجربو شریکولو په موخه جوړې شوې وې.

ورته مهال، د والبیال لوبې لوبغاړي هم خوښ دي چې سیالۍ یې په ښه ډول پای ته ورسېدې.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version