ترینکوټ (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): په سوېللوېدیځ زون کې د یوناما مشر ویلي، له د افغانستان بانک سره یې په ګډه داسې طرحه جوړه کړې چې په پلې کېدو به یې خلکو ته د سوداګرۍ زمینه برابره شي.
د هېواد په سوېللوېدیځ زون کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشر اېلکس پرون (د سلواغې ۷مه) په ارزوګان کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي، د افغانستان بانک سره په ګډه یې داسې طرحه جوړه کړې چې په پلې کېدو به یې خلکو ته د سوداګرۍ زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې، د یادې طرحې له مخې به خلک کولای شي د سوداګرۍ پیلولو لپاره له د افغانستان بانک څخه پورونه ترلاسه کړي.
د یوناما مشر هيله ښودلې چې له دې سره به خلکو ته کاري فرصتونه برابر او د بېروزګارۍ کچه به ټيټه شي.
ورته مهال په یاد ولایت کې د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي حبیبالله عمر وایي، د یوناما د مشر له خوا ورسره شوې ژمنې هیلهبښونکې دي او په عملي کولو به یې ګڼو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.
هغه زیاتوي، د یوناما له مشره یې غوښتي چې په ترینکوټ ښار کې د پانګونې ودې لپاره دې د برېښنا برابرولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د سوداګرۍ خونې مشر ویلي، د کوکنار بدیل برخه کې یې هم د یوناما له مشره د مرستې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د یوناما له تازه طرحې هرکلی کوي او زیاتوي چې له دې وروسته به وکولای شي د پور په پیسو خپل لوی او واړه کاروبارونه شروع کړي.
Views: 46