ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب ځيني اوسېدونکي دغه ولایت کې د وحشي ژوو د نسل د له منځه تلو ګواښ اندېښمن کړي

29 Jan 2024 - 18:29
29 Jan 2024 - 18:29

میمنه (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د فاریاب د بېلابېلو سیمو ځیني اوسېدونکي دغه ولایت کې د وحشي ژوو او نایابه مرغانو د نسل له منځه تلو ته اندېښنه ښيي او له سرپرست حکومته غواړي څو دې برخه کې جدي پاملرنه ولري.

ځایي مسوولین د خلکو د اندېښنو په تایید سره ۲۰ کلنه جګړه او وروستۍ وچکالي د وحشي ژوو او مرغانو د کمېدو او تښتېدود لامل بولي او وایي چې تېرو دوو کلونو کې د هغو د ښکار مخه نیول شوې ده.

د فاریاب ځایي مسوولین او خلک په داسې حال کې د وحشي ژوو د نسل له منځه تلو ته اندېښنه ښيي چې څه موده مخکې د قطر یو ګرځندوی پلاوی فاریاب ته تللی و او د دغه ولایت د ځینو سیمو د مرغانو د قانوني ښکار درې کلن قرارداد یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره لاسلیک کړی وو.

د نایابو‎ مرغانو د ښکار پر هوکړه‌لیک په ټولنیزو شبکو کې ډېرې نیوکې هم شوې وې.

د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدعزیز وویل چې مخکې په ځنګله، د مالګې کان او دښت لیلې سیمو کې بې شمېره هوسۍ، لېوان، پړانګان او تور خرسان موجود وو، ډېری دغه ژوي ښکار شول او یا ترکمنستان ته لاړل او اوس قطعاً نشته دي.

نوموړی د وحشي ژوو د نسل له منځه تلو لامل په ځنګلونو او خالي سیمو کې د مالدارانو او غیر بومي خلکو ځای پر ځای کېدل بولي.

هغه وویل: «مخکې د ځنګلونو او خالي سیمو په شاوخوا کې چا د اوسېدو اجازه نه لرله، خو دې وروستیو کلونو کې ځيني مالدارې او غیر بومي کورنۍ راغلې او په یادو سیمو کې ځای پر ځای شوې چې له یوې خوا یې ځنګلونو ته زیان اړولی او وچ شوي بوټي یې له منځه وړي او بلخوا یې ژوي یا ښکار کړي او د یا د هغو د تښتېدو لامل شوي دي.»

هغه له حکومت غواړي چې کوم مالداران او کورنۍ یې چې په شنو سیمو او ځنګلونو کې ځای پر ځای شوي، دوی دې له دغو سیمو وایستل شي څو حیوانات بیا ځلي دلته را وګرځي.

د کوهستان ولسوالۍ یوه بل قومي مشر معلم عبدالقادر هم وویل چې مخکې به دغه ولایت کې د پسونو د رمو په څېر د وحشي ژوو رمې لیدل کېدې، خو د تېرو جنګونو پرمهال د ځینو وسله‌والو له خوا په بې رحمانه ډول ښکار شول اوسمهال د دغو ژوو نسل لس سلنه پاتې ده.

د نوموړي په خبره، یادې ولسوالۍ کې مرغان هم موجود وو چې دې وروستیو کلونو کې ډېر ښکار شوي او پاتې نور یې په سیمه کې د وسله‌والو جګړو له امله سیمه پرېیښې ده.

هغه له ځنګلونو او وحشي ژوو څارنه او ساتنه د حکومت اصلي دنده بولي او زیاتوي چې اوس حکومت په ټولو سیمو کې شته او امنیت ټینګ دی، لازمه ده چې د ځنګلونو د پرې کولو او د حیواناتو د ښکار چې ملي پانګه ده، مخنیوی وشي څو د هغو نسل بیا ځلي ډېر شي.

بلخوا، د فاریاب د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مرستیال مولوي نورالهدا وایي چې څو کاله مخکې به چې کله د قیصار ولسوالۍ دښتو او صحرا ته تلل د وحشي ژوو په ځانګړي ډول له هوسیو سره به مخ کېدل خو دا حیوانات د تېرو جګړو له امله اوس په ندرت لیدل کېږي.

نوموړي وویل چې په هېواد کې له بدلون وروسته د ژوو او ‎مرغانو د ښکار مخه نیول شوې او دمګړۍ هېڅوک د ښکار اجازه نه لري.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي وایي چې دې وروستیو کې قطري شېخانو د دولت‌اباد، قرمقول او بلچراغ ولسوالیو کې د ځینو مرغانو د ښکار په تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره یو هرکړه‌لیک لاسلیک کړی و او د فاریاب له والي سره یې هم ناسته لرله.

محمدي وویل چې په یاد هوکړه‌لیک کې د مرغانو ډولونه او هغه سیمې چې په کې ښکار کېږي یاد شوي او هغوی په نورو سیمو کې د ښکار حق نه لري.

هغه وویل چې قطري ښکاریان به د تفاهمنامې له مخې ځیني پروژې د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو هواري په موخه لکه د څښاک اوبو پروژې تطبیق کړي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې د وحشي ژوو ښکار د دغه ولایت په ټولو سیمو کې منع دی، خو دا چې ځینو مواردو کې سرپرست حکومت تصمیم ونیسي او اجازه ورکړي.

دغه راز د فاریاب د چاپېریال ساتنې رییس حافظ‌محمد اسماعیل ایوبي وایي چې دغه ولایت کې هوسۍ، غرنۍ وزې، لېوان، پړانګ، ګېدړې او نور حیوانات موجود وو، خو تېر ۲۰ کلن جنګ او وچکالیو وحشي ژوو ته ډېر زیان رسولی دی.

ایوبي زیاته کړه چې تېرو دوو کلونو کې یې له ځایي ادارې سره په همغږۍ، له سیمه‌ییزې شورا سره په پرله پسې ناستو او د ریاست‌الوزراء د حکم له مخې د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار مخه نیولې ده او ځيني کسان د مرغانو د پلور په تړاو نیول شوي دي.

هغه هم له قطري ښکاریانو سره د نایابه مرغانو د ښکار قرارداد د ملي او نړۍوالو قوانینو مطابق وبلله او زیاته یې کړه چې دا هوکړه‌لیک د چاپېریال ساتنې له عمومي ریاست سره په همغږۍ شوې، د اندېښنې ځای نه دی او د پلې کېدو وړ دی.

د فاریاب د چاپېریال ساتنې رییس وایي چې د تفاهمنامې له مخې، قطري ښکاریان ځيني نایاب مرغان نیسي او له هغو نسل‌ګیري کوي او بېرته یې خپلو سیمو کې خوشي کوي.

Views: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version